د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې مشره وايي واشنګټن ورته روسیې ته د چینايي وسلو ورکړې ثبوت نه دی ورکړی


اورسولا فن دېر لېین د جرمني له وزیراعظم اولاف شولڅ سره - د مارچ پینځمې انځور.
اورسولا فن دېر لېین د جرمني له وزیراعظم اولاف شولڅ سره - د مارچ پینځمې انځور.

اروپايي ټولنه وايي، تر اوسه یې له امریکا څخه داسې "هېڅ ثبوت نه دی ترلاسه کړی" چې ګواکې چین په اوکراین کې د جګړې لپاره روسیې ته وسلې ورکوي.

دا خبره د اروپايي ټولنې د کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین د مارچ پر پینځمه د خبري غونډې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې کړې چې که چین داسې وکړي نو ورباندې به بندیزونه ولګوي او که نه؟

هغې وویل، پر "مفروضې د ولاړې داسې پوښتنې" ځواب هغه وخت ویل کېدای شي چې دا "په واقعیت او حقیقت بدل شي."

نوموړې د جرمني په ختیځ کې د هغه هېواد له وزیراعظم اولاف شولڅ سره یوځای خبري غونډې ته وینا کوله.

شولڅ وویل، "ټول پر دې سلا دي" چې روسیې ته باید هېڅ هېواد "وسلې و نه لېږدوي."

دوی دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې پر اوکراین د روسیې یرغل دویم کال ته داخل شوی او په وروستیو اوونیو کې د هغه هېواد په ختیز سیمه دونېڅک کې جګړې زور اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG