د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او ایران د ترینګلتیا کمولو لپاره مذاکرات پیلوي


په تېرو کلونو کې د ایران او امریکا تعلقات خراب شوي دي ـ پخوانی انځور.
په تېرو کلونو کې د ایران او امریکا تعلقات خراب شوي دي ـ پخوانی انځور.

ایراني او غربي چارواکي وايي، واشنګټن او تهران د ترینګلتیا کمولو لپاره په خپلمینځي "پوهاوي (تفاهم)" خبرې اترې کوي.

د چارواکو په خبره، د مذاکراتو موخه دا ده چې د ایران اټومي پروګرام محدودولو لپاره چوکاټ جوړ کړي، په ایران کې بندي ځینې امریکايي وګړي خوشې شي او په بهرنیو هېوادونو کې د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د دوی په وینا، دا به توافق یا تړون نه وي بلکې تفاهم به وي. واشنګټن چې کله نړیواله موافقه کوي نو هغه بیا د کانګرس ارزونې او منظورۍ ته اړتیا لري.

دواړه خواوې د تفاهم له لارې خبرې ځکه کوي چې د کانګرس ډېری غړي تهران ته د فایدې ورکولو مخالف دي او د دې لامل دا ښيي چې ایران روسیې ته پوځي مرستې ورکوي، خپل وګړي ځپي او د هغو ډلو ملاتړ کوي چې په سیمه کې یې د امریکا ګټې په نښه کړې دي.

په ۲۰۱۸ز کال کې له اټومي موافقې څخه د پخواني امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له وتلو او پر ایران د سختو اقتصادي بندیزونو له بیا لګولو راهیسې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې.

ایران د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې د اټومي موافقې له یو شمېر مهمو ژمنو په شا شو.

تر ټرمپ وروسته د امریکايي ولسمشر جو بایډن حکومت په هغه موافقه د بیاورګډېدو لپاره له ایران سره د غیر مستقیمو خبرو یوشمېر پړاوه ترسره کړل خو هغه تړون لا نه دی بحال شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG