د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا اندېښنه لري چې ایران په روسیه کې د بې پیلوټو الوتکو مرکز جوړوي


د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د شورا وياند جان کربي: د ارشیف انځور
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د شورا وياند جان کربي: د ارشیف انځور

امریکا وايي، داسې معلومات لري چې ایران غواړي په روسیه کې د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو یو مرکز جوړ کړي چې ښايي په راتلونکي کال کې فعال شي.

د امریکا په وینا مسکو او تهران خپلې پوځي همکارۍ زیاتې کړي او اوکراین، منځني ختیځ او نړیوالې ټولنې ته یې خطر زیات کړی دی.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د شورا وياند جان کربي پرون (د جون پر نهمه) وویل ، په داسې حال کې چې ايران روسيې ته د بې پيلوټه الوتکو لیږد ته دوام ورکړی چې مسکو يې په اوکراين کې په خپله ناقانونه جګړه کې د اوکرايني ملکيانو پر ضد کاروي، دواړه هېوادونه ګامونه اخلي چې د ماسکو په ختیځ کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومیټره په فاصله د دې فابریکې په جوړولو سره د ډرون الوتکو تولید د جګړې ساحې ته راوړي.

کربي وویل، معلومات لري چې روسیه له ایران څخه ډرون جوړولو فابریکې لپاره اړین مواد ترلاسه کوي. د امریکايي ویاند په وینا دا کارخانه به د راتلونکي کال په پیل کې په بشپړ ډول فعاله شي. د ملي امنیت د شورا تر مخه د فابریکې موقعیت د روسیې په الابوګا ځانګړي اقتصادي زون کې دی.

کربي دا هم وویل چې له تیرې میاشتې راهیسې، ایران د کسپین سمندر له لارې روسیې ته سلګونه ډرون او د ډرون تولید پورې اړوند تجهیزات لیږلي دي.

مسکو په بدل کې ایران ته چې د روسیې په څیر د نړیوالو بندیزونو د لاندې دی، په داسې کچه پوځي تجهیزات چمتو کوي چې د کربي په وینا، د پخوا پرتله خورا پیچلي او ګران بیه دي. کربي وویل، تهران سږکال له روسیې څخه د جنګي جیټ الوتکو د اخستو تړون اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG