د لاسرسي ځای

تازه خبر

اینتني بلېنکن وايي، هیلمن دی چې له ایران سره به جوهري تړون بحاله شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتي بلېنکن په برسلز کې د سېپټمبر پر نهمه خبري غونډي ته وينا کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتي بلېنکن په برسلز کې د سېپټمبر پر نهمه خبري غونډي ته وينا کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن وايي، د ۲۰۱۵م کال د ایټمي تړون د بحالۍ پر وړاندې د ایران غبرګون خنډونه رامنځ ته کوي.

د سېپټمبر پر نهمه په برسلز کې د ناټو په هیډکوارټر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال بلېنکن وویل، واشنګټن غواړي چې دا تړون دې بحاله شي خو نه غواړي چې دا تړون دې په هره بیه چې وي ترلاسه کړي.

د ایران او امریکې ترمنځ تر ۱۶میاشتو پورې د غیر مستقیمو خبرو وروسته، اروپايي ټولنې تیره میاشت، د ۲۰۱۵ کال په جوهري تړون کې د خنډونو د ختمولو په موخه خپل نهايي وړاندیز مخې ته راوستی وو.

بلېنکن خبریالانو ته وویل: "په تیرو اوونیو کې موږ ځیني پرمختګونه کړي دي خو د ایران وروستي غبرګون خبرې شاته غورځولې دي."

د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال جوهري تړون وروسته له هغې مخ په خرابیدو شو چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول خپل هیواد له دې تړونه وویست او په ایران باندې یې سخت بندیزونه بیا بحاله کړل.

له هغې راهیسې ایران په تدریجي ډول د دغه جوهري تړون سره تړلې خپلې ژمنې شاته غورځولې دي. دا جوهري تړون، د ایټمي وسلو له جوړولو څخه د ایران د مخنیوي په خاطر ترسره شوی وو. ایران په تکرار سره ویلي چې د هغوی ایټمي پروګرام د سولییزو اهدافو لپاره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG