د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ښځینه بندیانو د اعدامونو پر ضد احتجاج کړی


له سپوږمکۍ څخه د اېوین زندان اخیستل شوی انځور - پخوانی تصویر
له سپوږمکۍ څخه د اېوین زندان اخیستل شوی انځور - پخوانی تصویر

د ایران مرکز تهران په بدنامه اېوین زندان کې د ښځینه سیاسي بندیانو ډلې د درو مظاهرچيانو د وروستي اعدام او د مرګ د زیاتېدونکو سزاګانو پرضد مظاهره کړې ده.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو ډلو او حکومتونو په هغه هېواد کې پر وروستيو اعدامونو سختې نیوکې کړې دي.

د مې پر ۲۴مه پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو راپورونو له مخې، د سپېدې قولیان، بهاري هدایت، فايزې هاشمي او نرګس محمدي په ګډون یوشمېر نوموتو ښځینه سیاسي بندیانو په زندان کې دننه په هغه مظاهره کې ګډون وکړ او په خپلو بيانونو کې یې د اعدامونو لړۍ وغندله.

د ګلرخ ابراهیمي په نامه يوې بلې ايرانۍ زنداني ويلي چې "د اېوین زندان ښځینه سیاسي بندیانو د مې پر ۲۰مه د ښځو په انګړ کې د وروستیو اعدامونو پرضد مظاهره وکړه."

دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کې په ایران کې د اعدام سزاګانې زیاتې شوي دي. د مې پر ۱۶مه د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل په خپل کلني راپور ویلي چې تېر کال ایران ۵۷۶ کسان اعدام کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG