د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران له اټومي تړونه ووته


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې هېواد به یې د ۲۰۱۵م کال د ایران د اټومي تړون چې د ده په خبره له لومړۍ ورځې د خامیو ډک دې ووځي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل دی دا اعلان کوي چې امریکا به د دغه لوظنامې نه ووځي.

هغه وویل دی به په لږو شېبو کې یو یاداښت لاسليک کړي چې تر مخه به یې پر ایراني رژیم اټومي بندېزونه بحال شي.

هغه وویل واشنګټن به د لوړې کچې اقتصادي بندیزونه لګوي.

بلخوا په تهران کې ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر ټرمپ د اعلان په ځواب کې ویلي په دغه لوظنامه کې د شریکو اروپایي اتحادیې له هېوادونو سره د خبرو وروسته به خپل اټومي کارونه بیا پېل کړي.

ولسمشر روحاني په خپله ټېليوېژني وینا کې وویل که خبرې ناکامه شي نو هېواد به یې په راتلونکیو څو اونیو کې تر پخوا زیات یورانیم غني کوي.

له ایران سره دغه لوظنامه امریکا او د نړۍ پنځو نورو طاقتورو هېوادونو کړې وه چې د تهران د اټومي پروګرام د ختمولو په بدل کې په دغه هېواد بندیزونه نرم کړل شوي وو.

ولسمشر ټرمپ په وار وار په دغه تړون نیوکې کړې دي او ویلي دي، دا د یمن او شام په شخړو کې د ایران د رول او د دغه هېواد بېلسټک میزایلي پروګرام په اړه څه نه وایي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG