د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د غیر قانوني افغان کډوالو نومونه په تورلېسټ کې شاملوي


په پاکستان کې نږدې یو نیم میلیون قانوني او نږدې همدومره غیرقانوني افغان کډوال ژوند کوي: انځور له ارشیفه
په پاکستان کې نږدې یو نیم میلیون قانوني او نږدې همدومره غیرقانوني افغان کډوال ژوند کوي: انځور له ارشیفه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د غیرقانوني کډوالو لپاره د بښنې طرحه د ډېسېمبر په ۳۱مه نېټه، یعنې سبا ورځ پای ته رسېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله پرون (د ډېسېمبر پر ۲۹مه) ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي."

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نه‌ دي ویلي چې جریمه به څومره وي؟ او تر خوا یې هغه کسان چې په تور لېسټ کې اچول کېږي، برخلیک به یې څه وي؟

په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو یوه لویه برخه افغانان دي.

له دوی ډېر یې د درملنې او یا هم په افغانستان کې د وروستي کړکېچن وضعیت له امله پاکستان ته کډه شوي چې له لا وړاندې یې زرګونه تنه د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې دي. له دې زندانونو یو د کراچۍ زندان دی دا مهال شاو خوا ۱۴۰۰ افغان کډوال په‌کې بندیان دي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

موږ نه‌شو کولای اوس‌ خپل وطن ته ولاړ شو، ځکه هلته ژوند ستونزمن او له خطره ډک دی."
مرضیه سادات، یوه کډواله

هاخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دې نوي خبرداري هلته هغه افغان کډوال چې د ویزو وخت یې پای ته رسېدلی اندېښمن کړي دي. مرضیه سادات چې په پاکستان کې یې د مېشتېدنې ویزه پای ته رسېدلې وايي، دا پرېکړه به د دوی پر وړاندې لا له وړاندې پرتې ستونزې څو چنده کړي.

نوموړې وايي: "د پاکستان حکومت دا وايي چې دوی په زوره له خپلې خاورې افغان مهاجرین وباسو، موږ نه‌ شو کولای اوس‌ خپل وطن ته ولاړ شو، ځکه هلته ژوند ستونزمن او له خطره ډک دی."

يو شمېر افغانان چې پاکستان کې زنداني شوي دي.
يو شمېر افغانان چې پاکستان کې زنداني شوي دي.

یو بل افغان کډوال محمد نعمان بیا وايي، د پاکستان حکومت له کډوالو د قانوني اسنادو غوښتنه کوي، خو له ډېرې مودې راهیسې یې د ویزو د تمدید لپاره د دوی غوښتن‌لیکونه نه‌دي ځواب کړي.

نوموړی وايي: "دا ویزې تمدید شوي نه‌ دي او تر اوسه پورې مثبت ځواب نه‌ دی ورکړل شوی چې طبعا دا کسان هم په دې ګټګورۍ کې راځي. د پاکستان د حکومت نوې پرېکړې موږ جدي اندېښمن کړي یو."

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوط وروسته، یو ډېر شمېر افغانان پاکستان ته کډه شول، له دوی ځینې یې نورو هېوادونو ته د تلو په نیت پاکستان ته ولاړل او یو شمېر نور یې بیا د درملنې او یا هم په پاکستان کې د کار لپاره هلته مېشت شول.

د ۲۰۲۲ کال د جون په درېیمه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ رسمي شمېرو وښوده چې هلته نږدې یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي، خو معلومه نه‌ده چې تازه پاکستان ته څومره نور افغانان په قانوني او یا هم غیرقانوني لاره کډه شوي دي؟

XS
SM
MD
LG