د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د "صحت کارډ" لپاره له بيمه شرکت سره تړون لاسليک کړ


د بلوچستان د سرښار کوټې ښار په يوه روغتون کې داکتره د ناروغ کتنه کوي ــ پخوانی انځور
د بلوچستان د سرښار کوټې ښار په يوه روغتون کې داکتره د ناروغ کتنه کوي ــ پخوانی انځور

د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې ولس ته د "صحت کارډ" ورکولو لپاره یې د مې پر ۳۱مه د پاکستان د بیمو چارو حکومتي ادارې (سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن) سره تړون لاسلیک کړی دی.

د بلوچستان د صحت کارډ پروګرام مشر اسدالله کاکړ د مې پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې یې په پاکستان کې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره هم تړون لاسلیک کړی وو.

کاکړ زياته کړه، له سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن سره د شوي‌ تړون له مخې باید په دريو میاشتو کې صحت کارډ خلکو ته ورسېږي خو د نوموړي په وینا، هغوی هڅه کوي چې تر دې یې هم ژر پیل کړي.

هغه وویل، سرکار به سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن ته د هرې کورنۍ پر سر د کال پر ۳،۰۰۰ روپۍ ورکوي او یاده کمپنۍ به په بدل کې د یادې کورنۍ تر ۱۰ لکه روپيو پورې د علاج لګښت پرې کوي.

اسد الله کاکړ زياته کړه، "هر هغه سړی چې د بلوچستان د نادرا شناختي کارډ لري، بیا که غریب دی که مالدار دی، که نر دی که ښځه، هغه به د دې کارډ اهل وي، که دوی په روغتون کې داخل شي نو تر ۱۰ لکه روپیو پورې به یې د علاج خرڅ پر دې کارډ وي."

نوموړي وویل چې د دې لپاره په ټول هېواد کې ۱،۲۰۰ روغتونونه ځانګړي شوي چې له هغوی څخه ۶۰ په بلوچستان کې دي.

د کاکړ په وينا، په هغه ۱،۲۰۰ روغتونونو کې به د سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن سړي ناست وي او ناروغ یا له ناروغ سره ورغلی کس به خپل شناختي کارډ ورکوي، او د هغوی له خوا تر تصديق ورسته به یې وړيا درملنه کوي.


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان صوبايي حکومت د مالی وسایلو له کمي سره مخامخ دی.

خو اسد الله کاکړ وايي، د بلوچستان حکومت د صحت کارډ پروګرام لپاره سږ کال پينځه اربه او ۸۰ کروړه روپۍ اېښي دي او له دې وروسته به هر کال شپږ اربه روپۍ له کلنۍ بوديجې څخه ورته ځانګړي کوي.

د هغه په وینا، دا پروژه نه ده بلکې مستقل پروګرام دی نو ځکه ښايي په راتلونکي کې یې لګښتونه تر شپږ اربه روپۍ هم زیات کړل شي.

د کوټې ښار يو ډاکټر سید میر عثمان شاه وايي، پخوا هم داسې یو تجربه شوې وه او په هغه وخت کې به روغتونونو ځکه د دې کارډ له لرونکو ځان ګوښه کاوه چې بیا به یې د حکومت له خوا د پیسو په ورکړه کې له ستونزو سره مخامخېدل.

خو د هغه په وینا، د پروژه د ولس لپاره ځکه ګټوره ده چې هغوی د علاج وس نه لري.

بل خوا د پوستکي سره د تړلو ناروغيو ډاکټر سید بلال شمس وايي، د بلوچستان حکومت له خوا پیلېدونکی صحت کارډ به په ځانګړې توګه هغو خلکو ته ډېر ګټور وي چې د پوستکي ناروغي ولري.

د ده په وینا، دا ځکه چې د پوستکي د ناروغۍ درملنه د نورو زیاترو ناروغیو پرتله زيات لګښت غواړي.

د بلوچستان د صحت کارډ پروګرام مشر اسدالله کاکړ وايي، تر اوسه د نادرا د ریکارډ له مخې، په بلوچستان کې ۲۰ لکه کورنۍ ثبت شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې هم د تحریک انصاف تېر حکومت ولس ته د صحت کارډ اسانتيا ورکړې وه چې بېوزله کسانو ګټور اقدام بللی وو.

XS
SM
MD
LG