د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د صحت کارډ له لارې وړیا روغتیايي خدمات ځنډېدلي دي


د پېښور په لېدي رېډنګ روغتون کې د یو ناروغ د اېم ار ای معاینه کېږي - پخوانی انځور.
د پېښور په لېدي رېډنګ روغتون کې د یو ناروغ د اېم ار ای معاینه کېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بیمو چارو حکومتي ادارې (سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن) په خیبر پښتونخوا کې د صحت کارډ له لارې د خلکو د وړیا روغتیايي خدماتو بهیر ځنډولی دی.

ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مې له ۲۶مې څخه یې د صوبې په ټولو هسپتالونو کې په صحت کارډ د مریضانو وړیا درملنه درولې ده.

د صحت کارډ پلس پروژ مشر رياض تنولي د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې د بیمو حکومتي اداره د دوو میاشتو وړیا روغتیايي خدماتو لپاره څه باندې اته اربه روپیو ته اړتیا لري خو نګران حکومت ورته له تېرو دوو میاشتو راهیسې پیسې نه دي ورکړي نو ځکه خدمات درېدلي دي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د بیمو چارو ادارې په مې میاشت کې په یو لیک کې له صوبايي حکومته غوښتي ول چې پیسې دې ورکړي که نه نو نویو مریضانو ته به د روغتیايي خدماتو رسول بند کړي.

سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن په اپرېل کې هم میاشت هم د یوشمېر ساعتونو لپاره د صحت کارډ له لارې روغتیايي خدمات بند کړي ول چې بیا یې تر حکومتي ډاډ وروسته بحال کړل.

د صحت کارډ اداره وايي چې په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ څه باندې ۱۰،۰۰۰ ناروغان د پښتورګو (ګردو) د ډایلایسېس او د سرطان تر ۱۵،۰۰۰ زیات ناروغان د درملنې اسانتیاوې ترلاسه کوي.

د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا لنډمهالي سلاکار عابد مجید په اپرېل کې مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت باید هره میاشت د صحت کارډ پروګرام لپاره ۴.۸ اربه (مېلیارده) روپۍ ورکړي چې د مالي بحران له کبله یې نه لري.

د خیبر پښتونخوا صوبه له اوږدې مودې راهیسې د مالي بحران ښکار ده. د هغې صوبې پخواني اعلاوزیر محمود خان د تېر کال په نومبر کې تور پورې کړی وو چې وفاقي حکومت ورته د برېښنا او ګیس د ګټې پیسې او د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) په پیسو کې خپله برخه نه ورکوي. په هغه وخت کې وفاقي حکومت د نوموړي تور رد کړی وو او دعوه یې کړې وه چې صوبه د ناسمو حکومتي تګلارو له کبله له مالي بحران سره مخامخ ده.

د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې چې د خیبر پښتونخوا اسمبلي ړنګه شوه نو لنډمهالي حکومت هم په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ویلي دي چې صوبه له لویو مالي مشکلاتو سره مخامخ ده. همدا لامل دی چې لنډمهالي حکومت د اپرېل پر ۱۳مه وویل چې په خزانه کې د کافي پیسو نه شتوالي له کبله تر اختر مخکې سرکاري کارکوونکو ته د روانې میاشت تنخاګانې نه شي ورکولای.

د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د صحت کارډ په نوم د بیمې له لارې د محدودې درملنې پروګرام پیل کړی وو چې بیا د هم هغه ګوند وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ز کال په پای کې وغځاوه.

له دې سره سم، د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي د صحت کارډ په ذریعه تر ۱۰ لکه روپیو پورې وړیا روغتیايي خدمات ترلاسه کولای شي.

د صحت کارډ ووبپاڼه وايي، په خیبر پښتونخوا کې ۷۲ لکه کورنۍ د هغې بیمې له لارې د روغتیا مفتو اسانتیاوو ته لاسرسی لري او د بیمې د پروګرام کلنی لګښت شاوخوا ۱۸ اربه روپۍ دی.

XS
SM
MD
LG