د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د صوبې اوسېدونکو ته "صحت کارډ" ورکوي‌


د کوټې په بولان میډیکل کمپلېکس کې د رواني ناروغیو په څانګه کې یوشمېر کسان بستر دي - پخوانی انځور.
د کوټې په بولان میډیکل کمپلېکس کې د رواني ناروغیو په څانګه کې یوشمېر کسان بستر دي - پخوانی انځور.

د بلوچستان حکومت وايي، هڅه کوي چې په یوه میاشت کې دننه د "صحت کارډ" په نوم د روغتیايي بیمې منظور شوی پروګرام پیل کړي.

د پلان جوړونې صوبايي وزیر نور محمد دومړ وايي، د صوبايي‌ کابینې تر منظورۍ وروسته اوس د ولس لپاره د دې اسانتیا برابرولو زمینه برابره شوې ده.

نوموړي د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د صحت کارډ پروګرام لپاره یې ټول اړوند کارونه کړي دي. "په هغه یو کارډ به د ټولې کورنۍ علاج کېدلای شي، په هغه کې به ۱۰ لکه روپۍ وي، په دې کې به ملازمینو ته لومړیتوب ورکول کېږي خو عام ولس به یې هم اخیستلای شي او د دې لپاره ټوله تیاري شوې ده."

خو نور محمد دومړ وویل چې تر اوسه د پروژې د رسمي پرانیستې نېټه نه ده ټاکلې.

د بلوچستان حکومت دا پروګرام په داسې وخت کې پیلوي چې د حکومت په وینا، صوبه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.


په صوبايي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفو ګوندونو یا اپوزېشن مشر ملک سکندر اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل، دوی د حکومت د هر هغه کار ستاینه کوي چې د ولس د ښېګړې لپاره وي.

خو د ده په وینا، د صحت کارډ د بریالي کېدو لپاره کافي اندازه پیسو ته اړتیا ده. "هر ښه عمل ته باید سړی په ښه سترګه وګوري، اوسمهال خو د صوبايي‌ حکومت په نیت کې داسې [منفي] څه نه شته خو ولس دومره ځپلی دی، چې له هر خوا څه مرسته ورسره کېږي، ښه ده. خو دا ده چې که وفاقي حکومت دوی ته خپل حق ورکړي او دوی ورسره خبره کړې هم ده، نو بیا به ګران کار نه وي او که پیسې نه وې بیا به مشکل وي او ستونزې به وي."

خو د پلان جوړونې صوبايي‌ وزیر نور محمد دومړ په دې اړه مشال راډیو ته وویل، وار له مخه یې د پیسو ستونزه هواره کړې ده. "د دې لپاره موږ له ډېره وخته پیسې بېلې کړې دي، هغه ځکه چې دا پروژه تر دې وړاندې هم کابینې ته راغلې وه او پر دې له ډېره وخته کار روان وو، دا په رسمي توګه د صوبايي بجټ برخه ده او له هر څه بېلې ورته خپلې پیسې پرتې دي."

په کوټه کې د پښتورګو یو ناروغ په روغتون کې د معاینې په انتظار دی - پخوانی انځور.
په کوټه کې د پښتورګو یو ناروغ په روغتون کې د معاینې په انتظار دی - پخوانی انځور.


نور محمد دومړ دا و نه ویل چې د څومره وخت لپاره ورته څومره پیسې بېلې شوې دي خو تر دې وړاندې یوشمېر پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی وو چې وار له مخه ورته څه باندې پینځه اربه روپۍ بېلې شوې دي چې د صوبې ۱۸ لکه کورنیو ته د صحت کارډ له لارې د مفت علاج زمینه برابره کړای شي.

د بوري یا لورالايي یو ګوزڼ وهلی اوسېدونکی فېروز خان کاکړ وايي، که حکومت دا اعلان په ریښتیا عملي کړ نو د صوبې له بې وسه خلکو سره به ډېره مرسته وشي. "موږ په دې کارډ ډېر خوشاله یو، خو حکومت باید دا عملي کړي او یوازې اعلان پاتې نه شي. دلته خلک ډېر غریبان دي او که حکومت دا کارډ ورکړي نو له هغوی سره به ډېره مرسته وشي."

صحت کارډ د خیبر پښتونخوا حکومت هم د صوبې اوسېدونکو ته ورکړی دی چې په مرسته یې بې وزله خلک د وړیا درملنې اسانتیاوې ترلاسه کولای شي.

XS
SM
MD
LG