د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثنا الله ویلي پر عمران خان په پوځي عدالت کې مقدمه چلوي


رانا ادعا وکړه چې عمران خان د مې پر نهمه تر خپلې ګرفتارۍ وړاندې هر څه پلان کړي ول ـ پخوانی انځور.
رانا ادعا وکړه چې عمران خان د مې پر نهمه تر خپلې ګرفتارۍ وړاندې هر څه پلان کړي ول ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي چې د مې د نهمې د پېښو په تړاو به د تحريک انصاف پر مشر عمران خان په پوځي عدالت کې مقدمه چلېږي.

رانا ثنا الله د مې پر ۳۰مه د پاکستان له ډان ټېلېوېژن سره په يوه مرکه کې وويل چې پر پوځي تاسيساتو "د بريدونو د پلان جوړولو او پر هغه د عمل کولو" مقدمه د پوځي عدالت کار دی.

هغه تور پورې کړ چې د مې د نهمې "فساد جوړوونکی" عمران خان وو او دا چې په دې اړه د "دستاويزونو، ټويټونو او نورو پيغامونو" په بڼه ثبوتونه هم موجود دي.

رانا ادعا وکړه چې عمران خان د مې پر نهمه تر خپلې ګرفتارۍ وړاندې هر څه پلان کړي ول او کړنلاره يې جوړه کړې وه چې "څوک به څه کوي او چېرې به يې کوي؟"

د پاکستان پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان تر اوسه د رانا ثنا الله د تورونو او دعوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې په يوه ويډيويي وينا کې وويل، "په څه ډول چې پوځ زه ګرفتار کړم، نو پر هغه اقدام که د پوځي نښو لرونکو ودانيو مخې ته غبرګون نه کېده نو چېرې به کېده؟"

نوموړي د مې پر ۱۱مه د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ ته ویلي ول چې دی نه دی خبر چې د مې پر نهمه څه پېښ شوي ول ځکه چې دی بندي وو.

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.

د هغه هېواد وفاقي اېتلافي حکومت هم ویلي دي چې په حملو او د اور اچونې په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم اقدامات کوي او په دې لړ کې د مې پر ۲۲مه قامي اسمبلۍ یو قرارداد هم منظور کړ.

رانا ثناالله د مې پر ۲۶مه ویلي ول چې حکومت ۳۳ ګرفتار کسان پوځي عدالتونو ته سپارلي دي.

هغه وویل، د مې نهمې د بلوو په تړاو په پاکستان کې ټولې ۴۴۹ مقدمې دایرې شوې وې چې ورڅخه یې په ۸۸ کې د ترهګرۍ ضد قانون دفعې یا مادې شاملې دي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

خان داراز د مې پر ۳۰مه خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل چې د مې نهمې او ۱۰مې په پېښو کې ښايي د ده خورا کم پلویان ککړ ول.

له دې پرته نوموړی د مې نهمې په پېښو کې د لاس لرونکو په ډاګه کولو لپاره د عدالتي پلټنو غوښتنه کوي.

هغه د مې پر ۲۹مه په يوه ویډیويي وینا کې تور پورې کړ چې حکومت او ریاستي ادارې د ده د ګوند غړي ځوروي او په زور یې له ګونده پر وتلو مجبوروي. هغه زیاته کړه چې يو عدالتي کمېشن دې جوړ شي چې دا خبره سپينه کړي چې د مظاهرو پر وخت په ويجاړي کې د چا لاس وو.

XS
SM
MD
LG