د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېرګې شویګو: امریکا غواړي افغانستان کې وسلوال د سیمې بې ثباتۍ لپاره وکاروي


د روسیې دفاع وزیر سېرګې شویګو (کیڼ لوري ته) له خپل بېلاروسي سیال سره د مې پر ۲۵مه خبري غونډې ته وینا کوي.
د روسیې دفاع وزیر سېرګې شویګو (کیڼ لوري ته) له خپل بېلاروسي سیال سره د مې پر ۲۵مه خبري غونډې ته وینا کوي.

د روسیې دفاع وزیر سېرګې شویګو وایي، امریکا غواړي چې په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالو ډلو له ځواک څخه د سیمې د بې ‌ثباتۍ لپاره کار واخلي.

دا خبره نوموړي د مې پر ۲۵مه د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د ګډ امنیت تړون سازمان غونډې ته کړې ده.

د روسیې د انترفاکس اژانس د رپورټ له مخې شویګو ویلي، افغانستان تر اوسه په سیمه کې د بې ثباتۍ یو بل مرکز دی او هغو غیر قانوني وسلوالو ډلو چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې په هغه هېواد کې ځانونه ډېر پیاوړي کړي، یو ګواښ متوجه کړی دی.

هغه ادعا کړې چې د ده په باور، امریکا به د سیمې د بې ثباته کولو لپاره له هغو سختدریځو وسلوالو کار واخلي چې په منځني ختیځ کې یې په کنټرول شویو ډلو کې جګړه کړې او افغانستان ته ورغلي.

امریکایي چارواکو تر اوسه د روسیې د دفاع وزیر د دغې ادعا په اړه څه نه‌ دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد په نړیواله توګه مبارزې ته ژمن دي.

واشنګټن داراز خپله هم په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د فعالیت او ورڅخه د پېښېدونکو ګواښونو په اړه اندېښنې ښوولې دي.

د امریکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د مې پر ۱۶مه کانګرس ته په وړاندې کړي رپورټ کې ویلي چې له افغانستانه د ترهګرۍ خطر د مخنيوي لپاره د هغه هېواد پر فضا څارنه او د انسانانو له خوا د معلوماتو غونډول زیاتوي.

په رپورټ کې د سېنټکام قوماندان مایکل کوریلا له خولې راغلي چې د طالبانو حکومت له داعش سره د مبارزې لوړه اراده لري، خو په خبره یې دا وړتيا نه لري چې د داعش د راتلونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.

خو د طالبانو حکومت د دې ډول څرګندونو په غبرګون کې نړیوالو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.

طالبان وايي، د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې په ګډون یې د نورو وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG