د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو په دیر، باجوړ او مومندو کې کروندې او لارې خرابې کړې دي


د باجوړ چارمنګ او لوی سم ترمنځ غځیدلی سړک - انځور له ارشیفه
د باجوړ چارمنګ او لوی سم ترمنځ غځیدلی سړک - انځور له ارشیفه

د پاکستان د موسمیاتو محکمه وایي سږ کال په اپرېل میاشت کې تر ټولو زیات بارانونه د خیبر پښتونخوا په دیر کې شوي دي.

د دیر، باجوړ او مومندو اوسېدونکو د مې پر اوومه مشال راډیو ته ویلي چې سږني بارانونو له پخوانیو هغو سره توپیر درلود او کروندې یې اغیزمنې کړې دي.

د دیر چکدرې اوسېدونکي ظفرعلیشا چې خبریال هم دی وایي، د اپرېل بارانونو د تېمرګرې، میدان او جندول تحصیلونو کې فصلونو ته ډېر تاوانونه واړول. هغه مشال راډیو ته وویل، ''په پیټو دره او یارخان بانډه کې تندر کورونو او څارویو ته تاوان اړولی. په جندول او میدان کې ږلۍ شوې چې فصلونو او باغونو ته یې زیات نقصان رسولی دی.''

د موسمیاتو محکمه وایي، سږ کال په پاکستان کې په اپرېل کې ۱۲.۵ سلنه زیات بارانونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مې پر دویمه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ږلۍ او سختو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې اته تنه وژل شوي ول.

سږنیو بارانونو او ږلۍ په باجوړ او مومندو کې او نورو ضلعو کې د پيازو او غنمو فصلونو ترڅنګ لارې هم خرابې کړې دی. د مومندو د شهید بانډې ګل زاده مومند مشال راډيو ته وويل: ''سېلابونو د تګ راتګ لارې خرابې کړې او سولرې [له لمره برېښنا پیدا کونکی ښیښې] یې ماتې کړي دي.''

د پېښور پوهنتون د ماحولیاتو څانګې مشر پروفیسر ډاکټر محمد نفیس مشال راډیو ته وویل چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د بارانونه زیاتوالی او د ږلۍ په دانو کې غټوالی د موسمي بدلونونو اغېز دی. ''موسمي بدلونونه چې څومره زیاتیږي، ږلۍ او بارانونه به ورسره زیاتیږي. پخوا به د ږلۍ دانې وړې وې او مونږ به ورته ږرې ږری ویل. سږنۍ ږلۍ غټې دي او زر زر هم کېږي.''

د ۲۰۲۲ز کال له جون څخه تر اګست پورې د زیاتو ورښتونو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لوی سېلابونه راغلي ول چې پکې سلګونه کسان ووژل شول او د خیبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان په صوبو کې خلکو او بېخبنا (انفراسټرکچر) ته لوی زیانونه واوښتل.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نېټې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هغې غونډې ته په وینا کې ويلي ول چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زیان رسېدلی دی.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG