د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي په مشرۍ پلاویو د مې پر اوومه پر سیمه ییزو حالاتو هم خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي په مشرۍ پلاویو د مې پر اوومه پر سیمه ییزو حالاتو هم خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره پر دوه اړخیزه چارو او سیمه ییزو حالاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د دواړو هېوادونو د پلاویو په ملاقات کې پر سیمه ییزو حالاتو هم خبرې وشوې.

وزارت له دې پرته نور معلومات او تفصیل نه دی ورکړی.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير هم له امیر خان متقي سره پر امنیتي چارو خبرې کړې وې.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د مې پر شپږمه په راولپېنډۍ کې تر ملاقات وروسته په بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر او امیر خان متقي د "سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد د همکاریو پر زیاتولو ټينګار" وکړ.

په بیان کې زیاته شوې چې متقي په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان دوامداره هڅې وستايلې.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د مې پر شپږمه راولپېنډۍ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د مې پر شپږمه راولپېنډۍ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

متقي او منیر پر داسې مهال پر امنیتي چارو خبرې کړې دي چې د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف له امريکا غږ سره په مرکه کې دعوه کړې وه چې د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې پرضد اقدامات نه کوي. هغه ناقانونه ډله وايي، په پاکستان کې د شریعت نفاذ لپاره بریدونه کوي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو یوشمېر میاشتې وروسته د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمینځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره برقرار وو خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې.

په دې لړ کې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړ او تور یې پورې کړ چې د ټي ټي پي مشران له هغه ځایه په پاکستان کې حملې پلانوي.

خو ټي ټي پي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانیو چارواکو دعوې او تورونه ردوي. د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي. د هغوی حکومت داراز، دا تور هم رد کړی دی چې وسلوالې ډلې یې د خاورې په استعمالولو په پاکستان کې حملې کوي.

د متقي او سیاستوالانو ملاقات

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په يو بیان کې ویلي چې امیر خان متقي د مې پر شپږمه په اسلام اباد کې د یوشمېر ګوندونو له مشرانو سره خبرې کړې دي.

په بیان کې راغلي چې په ملاقات کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، جماعت اسلامي امیر سراج الحق او یوشمېر نور سیاستوالان شامل ول.

بیان وايي، په ملاقات کې د پاکستان او افغانستان پر مشترکو ګټو بحث شوی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر محسن داوړ له متقي سره د سیاستوالانو پر لیدنه انتقاد کړی دی.

نوموړي د مې پر شپږمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي، "د ترهګرۍ پرضد مقاومت باید د سیاسي ګټو قرباني نه شي."

د متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی پلاوی د مې له پینځمې څخه د پاکستان په څلور ورځني سفر دی.

نوموړي د مې پر شپږمه په اسلام اباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو خبرې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې درېواړو چارواکو د اقتصادي اړیکو پر پراخولو هم بحث وکړ.

اسلام اباد کې سوداګریزه ناسته

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هم په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو او سوداګرانو سره د تجارت پر زیاتولو غږېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت د مې پر شپږمه په بیان کې ویلي دي چې عزیزي او د پاکستان د سوداګرۍ چارو وزیر نوید قمر د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارت مخې ته د خنډونو د ختمولو لپاره د رابطو پر زیاتولو سلا شول.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو او تر هغې شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. هغوی له هغه وخت راهیسې په بیا بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنې رد کړې دي.

د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG