د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان، چین او طالبانو بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام اباد کې غونډه وکړه


د چین، پاکستان او افغانستان بیرغونو ګډ انځور
د چین، پاکستان او افغانستان بیرغونو ګډ انځور

د مې پر شپږمه په اسلام اباد کې د چین او پاکستان خارجه وزیرانو د طالبانو د سرپرست بهرنیو چارو وزیر سره په درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د هغه چینايی سیال چن ګانګ او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د خپلو پلاوو مشري وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد د مې پر شپږمه پر ټویټر لیکلي چې په دغه درې اړخیزه غونډه کې پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي اړیکو، سمه ییز ثبات او ټرانزېټ په اړه هر اړخیزې خبرې اترې شوې دي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په حواله وايي چې له درې اړخیزې غونډې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د سرپرست خارجه وزیر ترمنځ دوه اړخیزې خبرې هم شوې دي.

احتمال کېده چې د افغانستان په اړه د ځینو نورو نړیوالو غونډو په څېر په دې درې اړخیزه غونډه کې به هم په افغانستان کې د مېرمنو د تعلیم او کار او حقونو، همه شموله حکومت او ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه وشي.

په اسلام اباد کې له درې اړخیزې غونډې وړاندې بلاول بوټو زرداري د مې په پینځمه نېټه په هند کې وو او هلته یې د شانګهای سازمان په غونډه کې برخه واخیسته. بلاول بوټو زرداري له هنده د راستنېدو پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، په دې درې اړخیزه غونډه کې به د خپل چینايي سیال او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په مهمو سیاسي موضوعاتو خبرې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دا درې اړخیزه غونډه د افغانستان د مسلې په اړه د نظر د تبادلې او همکارۍ لپاره مهمه او د سیمې د هېوادونو د اړوندو ګډو نظرونو د راټولولو لپاره ګټوره ده.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ د دې غونډې په درشل کې په بيجينګ کې خبري غونډې ته وویل، افغانان چې له سختو ننګونو سره مخامخ دي، بهرني ملاتړ او مرستو ته ډېر ضرورت لري. ماو نینګ زیاته کړه چې طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي، نرم سیاست دې غوره کړي او له ګاونډیو سره دې دوستانه ګاونډیتوب وساتي، همدا راز دې له تروریزم سره ټینګه مبارزه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي او خبرې دې ورسره وکړي.

د چین، پاکستان او افغانستان تر منځ له پنځو کلونو راهیسې درې اړخیزې غونډې جوړېږي. د دغو درې اړخیزو غونډو وروستۍ هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو د نظام له راتګ څو اوونۍ مخکې په چین کې جوړه شوې وه. په هغې غونډه کې په مختلفو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار شوی وو.

له امیرخان متقي سره په دې سفر کې چې پرون پيل شو، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي او همدا راز د بهرنیو چارو او ټرانسپورټ وزارتونو یو شمېر چارواکي ملګري دي.

متقي به څلور ورځې په پاکستان کې وي او د چین د بهرنیو چارو وزیر چې دا یې پاکستان ته لومړی رسمي سفر دی، نن بېرته پېکېنګ ته ستنېږي.

XS
SM
MD
LG