د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پارليمان بشري حقونو کمېټې له پولیسو د عصمت شاهجهان د نيولو وضاحت غوښتی


عصمت شاهجهان په يوه خبري غونډه کې خبرې کوی - انځور له ارشیفه
عصمت شاهجهان په يوه خبري غونډه کې خبرې کوی - انځور له ارشیفه

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو قایمه کمېټې مشرې د سیاستوالې عصمت شاهجهان نيول کېدل غندلې او له پولیسو يې په دې اړه وضاحت غوښتی دی.

د اسلام اباد پولیسو د اپريل پر ۲۸مه، عصمت شاهجهان د کچه ابادۍ د خلکو د حقونو لپاره د مظاهرې په مهال نيولې وه چې وروسته یې په ضمانت خوشې کړه.

د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو قایمه کمېټې مشرې او په ایتلافي حکومت کې شامل، پيپلز ګوند غړې مهرين رزاق بوټو د اپريل پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د عصمت شاهجهان نيول کيدل غندي.

د کمېټې په خبرپاڼه کې ويل شوي چې مهرين رزاق بوټو له اسلام اباد انسپکټر جنرل څخه غوښتنه کړې چې د عصمت شاهجهان او نورو نيول شویو کسانو په اړه دې راپور وړاندې کړي. هغې زیاته کړې چې شاهجهان نوموتې سیاستواله او د بشري حقونو فعاله ده چې بايد نه وای نیول شوی.

عصمت شاهجهان د عوامي ورکرز ګوند د کلتوري برخې مشره ده. د اپريل پر ۲۸مه، هغې او د دغه ګوند ځينو نورو غړو د اسلام اباد انتظامیې لخوا په سي ۱۳ کې د کچه ابادۍ د ليرې کولو په خلاف مظاهره کې ګډون کړی وو. پولیسو پر هغې د پلازمېنې د پرمختيايي ادارې (سي ډي اې) په کار کې د مداخلې مقدمه درج کړه او سره د ځينو نورو ملګرو یې ونيوله.

د اسلام اباد پولیسو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پلازمېنې په سي ۱۳ او سي ۱۴ برخو کې یې ۲۹ کسان له دې امله نيولي چې د حکومت کارونو ته یې خنډونه جوړول. دوی زیاته کړې چې د سي ډي اې کار د پولیسو په څارنه کې روان دی.

د پولیسو لخوا د فعالانو په نيولو، پر ټولنیزو رسنيوو کې تنقید وشو او عوامي ورکرز ګوند د مظاهرو ګواښ‌وکړ. پولیسو ددې په غبرګون کې عصمت شاهجهان په ضمانت له جېله خوشې کړه خو د هغې زوی او ځيني نور کسان یې په زندان کې ساتلي دي.

عصمت شاهجهان د اپريل پر ۳۰مه، په خپاره کړي بیان کې پر پولیسو تور پورې کړی چې د بند په دوران کې پر هغې تشدد شوی خو اوس یې حالت بهتره دی. په بیان کې زیاته شوې چې په دې اړه یې په عدالت کې د مې پر دويمه د زوی او د مې پر لسمه، د هغې د کیس اورېدنه ده. پولیسو د دې تورونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

عصمت شاهجهان د بشري حقونو د فعالیت او په دې لړ کې د مظاهرو په وخت، څو ځل تر دې مخکې هم د پولیسو لخوا نيول شوې ده.

عصمت شاه جهان په ۱۹۶۳ کال کې د خیبر پښتونخوا د کرک په تخت نصرتي کې زېږیدلې خو زياتره زده کړي يې په کوهاټ، ټانک، واڼه او پېښور کې کړې دي. هغه په ۱۹۸۳م زکال کې د پېښور په جناح ګرلز کالج کې وه چې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن له پليټ فارمه يې سياست پيل کړ او د کالج د جينکو د څانګې مشره شوه. ۵ کاله وروسته هغه د ډيموکرېټک سټوډنټس فېډرېشن غړې شوه او په عملي سیاست یې لاس پورې کړ.

عصمت شاهجهان مشال راډيو ته په اونيزه خپرونه، جمهوري غږونه کې ويلي وو چې د پښتنو په سیمو کې روانو بدو حالاتو د هغې پر شخصي او اجتماعي ژوند اغېز ډير اغیز کړی. نوموړې زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد تر راتګ وروسته د پښتنو پر خاوره روان جنګ کې يې يوازې مرګونه او جنازې ليدلې دي خو زیاتوي‌چې دې ستړو نوموړې لا نورې مبارزې ته هڅولې ده.

XS
SM
MD
LG