د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیسور کلی د جنګ ځپلو سیمو هنداره ده: عصمت شاهجهان


نوراني بي بي پر کاغذ له کرښو کولو سره د سرتېرو د ورتګ حساب ساتي
نوراني بي بي پر کاغذ له کرښو کولو سره د سرتېرو د ورتګ حساب ساتي

د جنورۍ پر ۲۷مه د بشري حقونو فعالې او سیاستوالې د شمالي وزیرستان خېسور سیمې ته ولاړې او هلته یې د هغه ماشوم حیات خان وزیر له مور سره ولیدل، چې په وروستیو کې يې پر ټولنیزو رسنیو په خپرې شوې یوې ویډیو کې دا ویلي ول چې پوځیان یې بې له اجازته کور ته ځي.

د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل وایي، داسې مالومېدل لکه چې یو بل پاکستان ته راغلي وي. ګلالۍ وایي ښځې له نا اشنا خلکو وېرېدې او کله چې دوی د خیسور یو کور ته ورغللې نو له ډېر هیبته دوه نجونه بې هوشه شوې، نورو ښځو ورته وویل چې دوی د پوځیانو په کورونو د چاپو وهلو له وېرې بې هوشه کېږي.

سیاستواله او د بشري حقونو فعاله عصمت شاهجهان وایي، د خېسور پېښه د پاکستان د هغو ټولو جنګ زپلو سیمو یوه ایینه ده چې پکې پوځي عملیات شوي دي او خلک په خصوصي توګه ښځې او ماشومان یې ذهني ناروغۍ لري، دوی اوس له جنګي الوتکو او وسلو وېره کوي.

سیاستواله او د بشري حقونو یوه بله فعاله جمیله ګېلانۍ وایي، وزیرستان د پاکستان د نورو سیمو پرتله یوه ډېره وروسته پاتې ده.

هغه وایي، داسې مالومېدل لکه چې ۲۰۰ کاله زوړ وخت ته داخله شوې وي.

د ټولنیزو چارو فعاله نرګس افشین خټک وایي، وزیرستان ته په لومړي ځل ولاړه او ویې لیدل چې د وزیرستان له هره کوره څوک نه څوک لادررکه وو او دغو لادرکیو د ښځو ژوند له کړاونو سره مخامخ کړی دی.

وزیرستان ته د تلونکیو بشري حقونو فعالو سره مو په تاندې هیلې خپرونه کې خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

تاندې هېلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG