د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريتونو ضد مبارزه کې د عصمت شاهجهان هډونه مات شوي


عصمت شاهجهان

کاينات وو په ګردش کې

زه بې حرکته په پېړيو او پېړيو

راپاڅېدم له خوبه

د رنګ او نور يو سلسله وه

عصمت شاه جهان په خپل دې شعر کې کاينات په حرکت او ځان بې حرکته يادوي خو د هغې سياسي ژوند د خپل شعر برعکس د کاينات په شان تل په حرکت کې پاته شوی دی.

د پښتون سياستوال خان عبدالولي خان د مېرمنې نسيم ولي خان علاوه عصمت شاه جهان ښايي هغه دوهمه پښتنه فعاله وي چې سياسي فکر او مبارزې د زندان تور تمبو ته غورځولې.

خو سياست، مزاحمت، احتجاجونه او مظاهرې د عصمت شاه جهان لپاره ځکه نا اشنا کارونه نه دی چې زېږدلې او ستره شوې په داسې يوه کور کې ده چې پلار يې د خدای خدمتګار تحريک باني باچا خان ملګری او مور يې مترقي سوچ لرونکې، د نيکه ورور يې د هندوستان د ازادۍ په مبارزه کې د جلوس پر مهال د نېزې لګېدو له وجې مړ شوی.

د پښتون سياستوال خان عبدالولي خان د مېرمنې نسيم ولي خان علاوه عصمت شاه جهان ښايي هغه دوهمه پښتنه فعاله وي چې سياسي فکر او مبارزې د زندان تور تمبو ته غورځولې.

عصمت شاه جهان په ۱۹۶۳ م کال کې د کرک په تخت نصرتي کې زېږدلې خو زياتره زده کړي يې په کوهاټ، ټانک، واڼه او پېښور کې کړې دي.

په ۱۹۸۳م زکال کې د پېښور په جناح ګرلز کالج کې وه چې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن له پليټ فارمه يې سياست پيل کړ او د کالج د جينکو د څانګې مشره شوه.

بيا يې پنځه کاله وروسته په ډيموکرېټک سټوډنټس فېډرېشن کې ګډون وکړ.

هغې سياست په داسې وخت پیل کړ چې په پاکستان کې د جنرال ضياوالحق مارشلا وه او په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرضد جګړه روانه وه.

دې حالاتو د عصمت شاه جهان پر شخصي او اجتماعي ژوند اغېز وکړ.

دا وايي، په افغانستان کې د شوروي اتحاد تر راتګ وروسته د پښتنو پر خاوره روان جنګ کې يې يوازې مرګونه او جنازې ليدلې دي.

د هغې پلار او خاوند سرکاري نوکران ول چې دواړه د سياسي فکر خاوندان دي چې د عصمت شاهجهان په خبره د وخت حکومتونو به دوی کله يو ځای او کله بل ځای بدلول رابدلول نو له دې کبله به يې ژوند تل له کړاوونو سره مخامخ وو.

عصمت شاهجهان: د هلکانو په جامو کې به د هلکانو ښوونځي ته تلم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


جنګ ، استحصال، پر قامونو، ښځو، مذهبي اقليتونو او ځپل شویو خلکو ظلمونه ختمول،د جمهوريت او يوې مترقي ټولنې رامنځ ته کول د عصمت شاه جهان د ژوند او سياست مرکز وګرځېدل.

ددې اهدافو ترلاسه کولو لپاره يې شعرونه، کالمونه، ارټ، سټېج، جلسه جلوس، ويناګانې د وسېلې په توګه استعمال کړي دي.

خو په دې مبارزه کې عصمت شاه جهان په ۱۹۸۸ م کال د اپريل پر۱۰ مه نېټه هغه وخت د پوليسو له وهلو ټکولو سره مخامخ شوه چې کله يې د اپريل پر ۱۱ په پنډۍ ښار کې د پاکستان پوځ د وسلو په ډپو اوجړي کېمپ کې د شوې چاودنې په اړه مظاهره وکړه.

چې کله ما وليدل چې د زما د خاوند له سر څخه سرې وينې روانې دي نو لاړم پر هغه چارچاپېره وغوړېدم چې له پوليس يې بچ کړم، پولیسو زما په وهلو شروع وکړه، ګوتې ماتې شوې او بدن مې په وينو سور شو.
عصمت شاهجهان

اوجړي کېمپ په راولپنډۍ ښار کې د وسلو زېرمتون وو چې له دې ځای څخه به افغان مجاهدينو ته وسلې لېږدول کېدلې.

په چاودنه کې شاوخوا ۱۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او په سلګونو کسان ټپیان شوي ول.

عصمت شاهجهان د چاودنې په ورځ په اسلام اباد کې وه.

هغه وايي، سهار چاودنه وشوه او په چاودېدونکيو وسلو کې داسې توغندی هم وو چې ورته به هيټ سيکينګ ميزايل ویل کېده چې ددې په خبره، دغه توغندي به د خلکو کورونو ته تلل او پخلنځيان به يې په نښه کول.

عصمت شاهجهان داسې مېندې هم وليدې چې ماشومان به يې په سړکونه پرېښودل او د ځان ژغورنې په خاطر به يې منډه کړه دا ځکه چې هغوي ماشومان په منډه کې له ځان سره اخیستلای نشو. دې پخپله هم ۱۲ کلوميټره لار پیاده وهلې وه.

د چاودنې شپه تېره شوه او د اپريل پر ۱۱ مه عصمت شاهجهان، د هغې خاوند او ملګري يې د چاودنې،د جنګ او وسلو پرضد د اسلام اباد زيرو پواينټ يا صفري نکته راغونډ شول.

دا وخت د پاکستان پوځي واکمن جنرال ضياوالحق د دوبۍ په سفر وو او چې کله اسلام اباد ته ستنېده نو عصمت شاهجهان او نورو مظاهرچيانو ورته لاره وتړله.

دوی د جنګ نه غواړو شعارونه ورکول چې پولیس ور ورسېدل او د دوی په وهلو ټکولو او نيونو يې لاس پورې کړ.

عصمت شاهجهان هغه شيبې يادوي،

"زما خاوند شاهجهان خان د اسسټنټ کمشنر ګرېوان ته لاس واچاوه او وې ویل چې موږ بې وسلې يو او تش غږ پورته کولو ته راوتي يو نو تاسو ولې موږ په کوتکونو وهی؟ پوليسو د هغه په وهلو پیل وکړ او چې کله ما وليد چې د هغه له سر څخه سرې وينې روانې دي نو لاړم پر هغه چارچاپېره وغوړېدم چې له پوليس يې بچ کړم. پولیسو زما په وهلو شروع وکړه. زماګوتې ماتې شوې او بدن مې په وينو سور شو."

بشپړه خپرونه دلته واورئ

د امريتونو ضد مبارزه کې د عصمت شاهجهان هډونه مات شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


عصمت شاهجهان او ۱۱ نور کسان و نيول شول او تاڼې ته يوړل شوه. دوه ورځې وروسته عدالت ته حاضر کړل شو او ښځينه بنديانې په ضمانت خوشې شوې.

عصمت شاه جهان کېڼ لاسۍ سياست کړی، د عوامي وزکرز پارټۍ له باني مشرانو ده، د پاکستان په کچه د ښځو د حقونو لپاره د فعاله سازمان وومن ډيموکرېټک فرنټ مشره ده.

هغه يوازې د اوجړي کېمپ د چاودنې د پېښې پرضد مظاهره کې وهل شوې او نيول شوې نه ده بلکې په بېلا بېلو حکومتونو کې هم د مبارزې پر مهال ټانو ته وړل شوې او تشدد ورباندې شوی دی.

جنرال مشرف په ۱۹۹۹م ز کال کې د نواز شريف حکومت ختم کړ او مارشلا يې ولګوله. په ۲۰۰۲ کې يې په انتخاباتو کولو سره جمهوريت په جزوي توګه بحال کړ خو کله چې يې په ۲۰۰۷ م کال د مارچ په مياشت کې د سپريم کورټ د هغه وخت چيف جسټس افتخارچوهدري له چوکۍ ليرې کړ نو وکيلانو، سياسي ګوندونو او د مدني ټولنې سازمانونو ددې اقدام پرضد يو پراخ تحريک پيل کړ.

څنګه چې دا تحريک زور واخيست نو جنرال مشرف د ۲۰۰۷ م کال د نومبر پر اوومه نېټه په هېواد کې بېړنۍ حالت يا اېمرجنسي اعلان کړه.

پوليسو تشدد راباندې وکړ او زما د لاسونو او پښو هډوکي مات شول. يو قسم ګېس يې هم استعمال کړ چې ورڅخه مې تر ننه سږي خراب دي.
عصمت شاهجهان

خو عصمت شاه جهان او ملګري يې هغه لومړني کسان وو چې د جنرال مشرف ددې اقدام پرضد سړکونو ته راووتل.

دا وايي،

"څوک راوتلی نشو. موږ د مېرېټ هوټل مخې ته شاخوا ۱۱ کسان د احتجاج په توګه راووتلو. پوليسو تشدد راباندې وکړ او زما د لاسونو او پښو هډوکي مات شول. يو قسم ګېس يې هم استعمال کړ چې ورڅخه مې تر ننه پورې سږي خراب دي."

نن په ۲۰۱۹ م کال کې د عصمت شاه جهان د سياسي مبارزې عمر ۳۶ کاله ته رسېدلی دی.

هغې اوږده مبارزه کړې، سختې ورځې شپي يې ليدلي خو سياسي خوبونه يې لا هم نيمګړي پاته دي البته وايي، سياسي مبارزه کله يې هم ضایع کېږي نه.

يادونه: د پښتنې سیاستوالې عصمت شاهجهان د مبارزې کیسه د مشال راډیو د ځانګړې خپرونې جمهوري غږونو د لړۍ برخه ده. په ليکنه کې د پېښو په اړه مالومات عصمت شاهجهان ورکړي دي چې مشال راډيو يې په سرکاري توګه تصديق ونکړای شو.

تبصرې وګورئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG