د لاسرسي ځای

تازه خبر

عصمت شاهجهان وايي د بې وزلو لپاره سیاسي مبارزه کوي

د سروې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې موږ هغه پښتنې افغانانې ښځې او نجونه لمانځو چې په بېلا بېلو ډګرونو کې یې هلې ځلې کړې دي او لاسته راوړنې لري.

په نننۍ خپرونه کې مو د عوامي کارګرانو یا ورکرز ګوند له غړې او سیاسي فعالې عصمت شاهجهان سره خبرې کړې دي. نوموړې د خیبر پښتونخوا د کرک ده او له تېرو شاوخو درو لسیزو راهیسې په سیاسي مبارزو بوخته ده، لوړې زده کړې لري، د مسلک له پلوه د پرمختیايي، مالي او بانکي چارو پوهه ده او په سیاسي ډول د مترقي او کیڼ لاسي سیاست لاروۍ ده.

په دې وروستیو کې چې په اسلام اباد کې د پاکستان حکومت او انتظامیې د پښتنو خام یا کچه کورونه ړنګ کړل نو عصمت شاهجهان د دې پر ضد پر پراخو سیاسي هلو ځلو او مبارزو لاس پورې کړ.

پر دې موضوع او ورسره د هغې پر سیاسي ژوند او نظریې مو له هغې سره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د خدايي خدمتګارو کورنۍ عصمت شاهجهان سیاسي ژوند او نظریه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    پامیر ساحل

    پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.

XS
SM
MD
LG