د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کلو او کچه آبادو ماشومان له ستړیا ډک ژوند تېروي



ګل آياز مشال راډيو

پراګ :- د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونيسف د ماشومانو پر ژوند کلني رپورټ کې ويلي دی چې په ميلینونه ماشومان په ښارونو کې له بنيادي سهولتونو محرومه دي.

رپورټ کې د پاکستان په اړه ويل شوي چې ۳۷ فيصده آبادي په ښارنو کې ژوند کوي، او په دې کې د ماشومانو حالت ښه نه دی. له کليو چې کوم ماشومان ښارونو ته ځي نو له هغوي نه مشقت اخیستل کيږي. په اسلام اباد کې د يونيسف ادارې وياند عبدل سميع مالک له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل، په پاکستان کې د ښارو ابادي ورځ تر ورځې زياتيږي او د دې بنيادي وجه له کلیو د نوکريانو په لټون ښاريو ته د خلکو مخه کول دي.


دی وايې ((په کلیوالو سيمو کې ماشومان له کومو ستونزو سره مخامخ دي نو هغه مسلو سره په ښاريو کې هم مخامخ دي. په دې مسلو کې د صحت، توانايې، د څکلو اوبه، نکاسي او تعليم لويې مسلې دي. کله چې خلک کډې وکړي نو ماشومان هم ورسره ځي. په دي حواله سهولوتونه ناکافي دي. په ښارونو کې هسپتالونه او تعليمي ادارې ناکافي دي او د دې له وجې ټول ماشومان نشي داخليدای. له دې علاوه د يونيسف په نظر لويه مسله د ماشومانو د تحفظ ده. په دې کې زياتره ماشومان په سړکونو ژوند کوي او دوی سره د جنسي تېري ستونزه هم تړلې ده. نو ځکه په آبادي کې د اضافي له کبله په ښارونو کې دا مسلې سيوا کيږي.))

په پيښور کې د ماشومانو خوندي ساتلو د یوې غير سرکاري ادارې سرډ مشر خان محمد مشال ريډيو ته وويل په رپورټ کې د ماشومانو کومه شميره ښودل شوې هغه له دې هم زیاتېدای شي او بل دا چې په ماشومانو ډېر سخت درانه کارونه کېږي.

دي وايي (( دوه قسمه مزدورۍ دي. پخوا به ذمينداري کې خلکو ماشومان بوخت کړل خو هغه به سکول ته هم تلل او سبق به يې هم ويلی. له دې روستو کله چې د نغدو پيسو خبره راغله نو اوس یې پلرونه غواړي چې د ماشومان یې کور ته که په هر شکل وي، نغدي پيسي راوړي.))



که يو خوا د غربت له امله په خيبر پښتونخوا کې خلکو ښارونو ته کډي کړېدي نو بلخوا د پوځي عملياتو له کبله هم په لکونه خلک بې کوره شوي، او د ماشومانو تعليمونه نيمګيري پاته شوي دي. په اسلام اباد کې د ماشومانو د خوندي ساتلو ادارې سېو دې چلډرن کارکونکی جواد الله مشال ريډيو ته وويل چې بی کوره شويو ماشومانو لویه مسله تعلیم دی او په ښارونو کې ممکنه نه ده چې د دغه ماشومانو په صحيح توګه روزنه وشي.

دی وايي ((يو خاندان دا توان نه لري چې خپل ماشوم سکول ته وليږي. او هغه په دي هم نه دی خبر چې کله خپلې سيمې ته ستنېږي نو ددې به په ماشومانو بد اثر غورځيږي. د دې په نتيجه کې ماشوم به مشقت هم کوي او دغه ماشوم که سکول ته نه ځي او لارو کوڅو کې ګرځي نو قوي امکان دي چې ناوړه لاسونو ته ولوېږي.))

يونيسف په خپل رپورټ کې تجويز کړي چې د ماشومانو خوندي ساتلو لپاره حکومتونو ته پکار ده چې په دې برخه کې پيسي سيوا کړي او کوم سهولتونه چې په ښارونو کې ورکول کيږي هم هغه دې په کلي والو سيمو کې ورکړل شي. د سرډ مشر خان محمد مشال ريډيو سره په خبرو کې وايي ((دوه لاري دي لومړی په حکومتي کچه پلاننګ جوړونه ده، څنګه چې صوبايي حکومت د ماشومانو د تحفظ قانون منظوري ورکړي او کورونه یې هم جوړ کړي دي. دويمه هغه ادارې چې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره کار کوي، د اغيز من شويو ماشومانو معلومات راغونډ کړي ، جاج يې واخلي او بيا يې حکومت ته يا نړيوال ادارو ته ورکړي.))

د يونيسف وياند عبدل سميع وايي په ۲۰۲۵ کال کې به د پاکستان نيمه ابادي ښارونو ته مخه وکړي او له دې سره به په ښارونو کې د ولسي خدماتو ادارې تر لا نور فشار لاندې را شي، او ممکنه به نه وي چې هر يو ماشوم ته بنيادي سهولت ورکړل شي. د دې لپاره د واړندي نه د منصوبه بندي ضرورت دي.
XS
SM
MD
LG