د خیبر پښتونخوا صوابۍ چارواکي وایي، د هغې ضلعې په بېلابېلو برخو کې یې د کوکنارو فصل ضایع کړی دی.
د نشه يي موادو ضد ادارې صوبايي څانګې مشر ډاکټر عيد بادشاه دفتر د اپرېل پر ۲۲مه رسنيو ته په استولي بيان کې وويل چې پر ۱۵۰ کاناله ځمکه یې د کوکنارو فصل وهلی دی.
د بيان له مخې، دا کار یې د صوابۍ په یوشمېر سیمو کې له پولیسو سره په ګډه کړی دی.
په خيبر پښتونخوا کې د قانون له مخې هېڅوک د کوکنارو د کښت اجازت نه لري خو بیا هم ځینې کروندګر کله کله دا کار کوي.
تر دې مخکې پولیسو د خیبر پښتونخوا د مومندو او خیبر په ځینو سیمو کې هم کوکنار وهلي ول.
په اسلام اباد کې د امريکا سفارت هم په تېرو وختونو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خيبر پښتونخوا د کرنې ادارې په مرسته په باجوړ، مومندو، خيبر او تور غر ضلعو کې د نشه يي موادو د کښت مخنيوي لپاره د متبادلو فصلونو پروژې بشپړې کړي دي.
په هغو پروژو کې کروندګرو ته د غنمو، جوارو، پیازو، ټماټرو (رومیان یا سره باټینګر)، بادرنګو او د زيتونو تخمونو او د زرعي مشينونو ورکولو ترڅنګ د کروندګرو روزنه هم شامل دي.