د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليسو په مومندو کې د کوکنارو فصل ورانولو ته دوام ورکړی


په مومندو کې پوليس د کوکنارو فصل ورانوي
په مومندو کې پوليس د کوکنارو فصل ورانوي

د خيبرپښتونخوا په مومندو کې پوليس وايي، په سلګونو کېناله مځکه ولاړ کوکناريې له منځه وړي دي.

پوليسو د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو سره د کوکنارو پرضد د خپلو عملياتو په اړه د مالوماتو شريکولو پر مهال وويل چې تراوسه يې پر ۴۰۹ کېناله مځکه ولاړ کوکنارو فصلونه له منځه وړی دی.

په عملياتو کې ۷۰ پوليس برخه اخلي چې ورسره طبي ډله هم ملګرې ده.
دلفرازخان

پوليسو دا عمليات د مارچ له ۱۹مې پيل کړي دي.

پوليس وايي، کوکنار د بر پړانګ غر په غرونو کې کرل شوي دي. دوی زياتوي چې د مارچ پر ۲۳مه نېټه يې په ناصر کلي، ډيګۍ، کونج او بهلولا کليو کې د کوکنارو فصلونه وران کړل.

د کوزمومند پوليسو مشر دلفراز خان د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وويل چې په عملياتو کې ۷۰ پوليس برخه اخلي چې ورسره طبي ډله هم ملګرې ده.

نوموړي زياته کړه چې ترڅو يې له سیمې د کوکنارو فصل نه وي ختم کړی د دوی عمليات په دوام ولري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG