د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د دوو قبیلو ترمنځ په جګړه کې څلور کسان وژل شوي


دا جګړه د ډېسېمبر پر ۲۱مه، د ډبرو د یوه ګاډي د ودرولو پر سر پیل شوه: انځور له ارشیفه
دا جګړه د ډېسېمبر پر ۲۱مه، د ډبرو د یوه ګاډي د ودرولو پر سر پیل شوه: انځور له ارشیفه

د کورمې چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر ۲۳مه، د پاړه څمکنیو او د بوغکې - بدامي خلکو تر مېنځ په جګړه کې څلور کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې د مشال راډيو خبریال د ځايي مشرانو له خولې وايي، دا جګړه د ډېسېمبر پر ۲۱مه، د ډبرو د یوه ګاډي د ودرولو پر سر پیل شوه. دوی وايي، د پاړه څمکنیو د خلکو په ډبرو بار ۱۲ لارۍ د بوغکي ـ بدامۍ خلکو درولې وې چې په تعقیب یې پاړه څمکنیو د مقابل لوري څلور کسان برمته ونیول چې له هغې وروسته د دواړو قومونو ترمنځ جګړه پیل شوه. د جګړې په ترڅ کې دواړو لوریو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړې دي او ځیني کسان برمته هم نیول شوي دي.

په سیمه کې د فریقینو ترمینځ د جګړې د د ودرولو لپاره ضلعي انتظاميې او د امنیتی چارواکو په سرپرستۍ کې د ځایی مشرانو جرګه هم شوې وه خو تر ډېرو کوششونو وروسته هم ورته کامیابي نه ده تر لاسه شوې. د ډېسېمبر پر ۲۲مه هم د مسلې د هوارۍ لپاره یوه بله جرګه راغوښتل شوې وه.

د پاړه څمکنیو یو مشر اسرافیل څمکني د ډېسېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د جرګې په غوښتنه او د سولې په موخه یې د بوغکي ـ بدامي قبیلې نه نیول شوي څلور واړه کسان خوشې کړي خو مقابل لوري بیا هم جګړه نه ده درولې.

خو بل پلو دبوغکي ـ بدامي یو مشر شوکت علي مشال راډیو ته وویل، لاره هغوی نه ده بنده کړې خو په ډبرو بار لارۍ وړاندې ځکه نه پرېږدي چې په دې معامله یې په عدالت کې د پاړه څمکنۍ خلکو سره کیس روان دی.

بلخوا د منځنۍ کورمې د بلدیاتو چیرمین احسان الله احسان تېره شپه مشال ریډیو ته وویل چې د حکومت په سرپرستۍ ځایي مشران دوه ځله کېناستل او د څلورو کسانو د نیولو ستونزه یې هواره کړه او د پاتې معاملو د هواري لپاره به بله جرګه هم کوي. د نوموړي وینا وه، هڅه کوي چې جګړه زر تر زره ودریږي او خلک له سنګرونو راکوز شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG