د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ډبرو په سر جګړه کې یو کس ژوبل شوی


دا جګړه د ډبرو د یوه ګاډي د ودرولو پر سر پیل شوېده: انځور له ارشیفه
دا جګړه د ډبرو د یوه ګاډي د ودرولو پر سر پیل شوېده: انځور له ارشیفه

په کورمه کې د ډېسېمبر پر ۲۱مه، د پاړه څمکنیو د بوغکې - بدامي خلکو تر مېنځ جګړه کې یو تن ژوبل شوی دی.

په سیمه کې د مشال راډيو خبریال د ځايي مشرانو له خولې وايي چې دا جګړه د ډبرو د یوه ګاډي د ودرولو پر سر پیل شوه. د جګړې په ترڅ کې دواړو لوریو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړې دي او ځیني کسان برمته هم نیول شوي دي.

بلخوا په سیمه کې د فریقینو ترمینځ د جګړې د د ودرولو لپاره ضلعي انتظاميې او د امنیتی چارواکو په سرپرستۍ کې د ځایی مشرانو جرګه هم شوې ده خو تر کوششونه وروسته ورته کامیابي نه ده تر لاسه شوې. د ډېسېمبر پر ۲۲مه هم د مسلې د هوارۍ لپاره یوه بله جرګه راغوښتل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG