د لاسرسي ځای

تازه خبر

د توري بنګښو او منګلو ترمنځ تلپاتې امن غواړو.کورمه جرګه


د کورمې اجنسۍ قبایلي جرګه چې دتوري او بنګښ قبیلو ترمنځ امن راولي
د کورمې اجنسۍ قبایلي جرګه چې دتوري او بنګښ قبیلو ترمنځ امن راولي
طارق اورکزی مشال رېډیو پېښور

د کورمې قبایلي جرګه به د فبرورۍ پر ۲۰ مه نېټه غونډه کوي چې د کورمې اېجنسۍ د بې کوره شویو کورنیو لپاره د تاوان ورکولو او دهغوی د بیاودانولو لپاره یوه جرګګۍ (کمېته) جوړه کړي.

د کورمې قبایلي جرګې مشر وارث خان اپرېدي مشال رېډیو ته ویلي چې په جرګه کې به د منګل او توري بنګښو ترمنځ د اوبو او ددې تر څنګ د ټل پاړه چنار سړک د بیا پرانیستلو پر مسلو هم خبرې اترې کېږي.

نوموړی وايي په راتلونکې کمېټې ته به دنده سپارل کېږي چې هغوی د بې کوره شویو کورنیو ته د رسیدلي زیان او نقصان جاج واخلي.

وارث خان اپرېدی وایي،چې د کورمې جرګه به د توري بنګښ او منګل قبیلو ترمنځ د امن ټینګ ساتلو پر لارو چارو هم خبرې کوي.

دی وايي ددې تر څنګ به پر د فبرورۍ پر ۲۰ مه نېټه د پېواړ تنګي او د شلوزان تنګی پر لانجه هم له منګل او توری بنګښ قبایلو سره خبرې کېږي.

شلوزان تنګی د منګل قبیلې سیمه ده چې له دې ځایه غرنۍ اوبه د پېواړ سیمې ته بهیږي او هلته د توري بنګښ قبیلې کرهڼیزه مځکې خړوبوي خو د دواړو قبیلو ترمنځ د ښخړو وروسته پر توري قبیلې اوبه بندې شوې او دغه ډول توري قبیلې پر منګل قبیلې د ټل پاړه چنار لویه لاره تړلې ده.چې اوس د کورمې جرګه ددغه دواړو او نورو مسلو د هواري لپاره یوه کمېټه جوړوي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال په اوړي کې منګل او توری بنګښ د اوبو او سړک پر سر په سختو نښتو کې په لسګونه کسان وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل شوي وو.

که څه هم د دوی ترمنځ خال خال اوس هم پر یوه بل د توپو او نورو درنو وسلو ګوزارونه کېږي خو د تېر په شان نه دي.د دوی ترمنځ د سولې راستو لپاره کاڼۍ اېښودل شوی خو څه موده وروسته بیا کاڼۍ مات شوی .

تر ټولو غټه روغه په مري سیمه کې وشوه خو هغه هم بې نتیجې پاتې شوه،او اوس د کورمې جرګه هیله لري چې د منګلو او توري بنګښ قبیلو مشران یې دې ته رانژدې کړي چې خپله روانه د خبرو اترو له لارې هواره کړي .

د یادونې وړ ده چې د روان مېلادي کال د مارچ پر پنځمه نېټه به د بې کوره شویو خلکو د بیا ابادولو کار پېلږي.
XS
SM
MD
LG