د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ونې پر سر نښته کې ۲ کسان وژل شوي


د کورمې په مرغې چینه کې د ځمکې پر سر د دوو ډلو تر نښتې وروسته امنیتي ځواکونو مورچې په خپل کنټرول کې واخیستې - د ۲۰۲۰ز کال انځور.
د کورمې په مرغې چینه کې د ځمکې پر سر د دوو ډلو تر نښتې وروسته امنیتي ځواکونو مورچې په خپل کنټرول کې واخیستې - د ۲۰۲۰ز کال انځور.

چارواکي وايي چې په کورمه کې د مڼو ونې د ملکيت پر سر په نښته کې دوه کسان وژل شوي او يو ټپي دی.

د کورمې د پوليسو يو مشر نور ولي خان د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه د پیواړ تنګي په مېرمۍ کلي کې د مڼو ونې د ملکیت پر سر لفظي شخړه وشوه چې پر دې مهال يوې ډلې پر بلې هغې ډزې وکړې چې پکې دوه کسان ووژل او يو زخمي شو.

نوموړی زیاتوي چې په دې اړه يې مقدمه دایره کړې خو لا يې تورن کسان نه دي نيولي.

په کورمه کې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د مځکې، ویالو او ونو بوټو د ملکیت پر سر شخړې زیاتې شوې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG