د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې زیږیدلی، د هند کرکټ لوبغاړی سليم درانی څوک وو؟


د افغانستان کرکټ لوبډلې مشر اصغر افغان له سليم دراني څخه يوه ټرافي اخلي. انځور د ۲۰۱۸ کال د جون ۱۴مې دی.
د افغانستان کرکټ لوبډلې مشر اصغر افغان له سليم دراني څخه يوه ټرافي اخلي. انځور د ۲۰۱۸ کال د جون ۱۴مې دی.

افغان هندی پخوانی کرکټ لوبغاړی، سليم دراني د ۸۸ کلونو په عمر د هندوستان په ګجرات کې وفات شو.

سليم درانی په ۱۹۳۵ کال کې په کابل کې زیږيدلی وو. د افغانستان کرکټ بورډ‌ تر مخه، هغه په دوه کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره هند ته ولاړ. د دراني کورنۍ هملته پاتې شوه. نوموړي په ماشوموالي کې کرکټ پيل او وروسته پکې ښه وځليد.

د کرکټ د لوبو شمېرې ساتونکې ويبپاڼې، اي ايس پي اين کريک اينفو تر مخه سليم درانی د هند ملي‌کرکټ لوبډلې مشهور لوبغاړی وو چې له ۱۹۶۰ کال تر ۱۹۷۳ پورې یې لوبې وکړي. هغه مهال نوموړي په ۲۹ سیاليوو کې ۱۲۰۲ منډې جوړې کړې وي او په توپ اچونې (بالينګ) کې یې ۷۵ ويکټې اخیستې وي.

کله چې د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې د هند سره خپله لومړۍ ټيسټ لوبه کوله، نو د هند کرکټ بورډ د ښه نيت ښوولو لپاره او افغان رېښو درلودو له امله، سليم درانی ورغوښتی وو. هغه د خپل افغانيت په اړه خبرې وکړي او بیا یې د هغه مهال افغان لوبډلمشر اصغر افغان ته يوه جایزه ورکړه.

په هند کې د افغانستان د جمهوري نظام سفیر، فريد ماموندزي په يو بیان کې د سليم دراني په مرګ خفګان ښوولی او د هغه مړينه یې لوی زیان بللی دی.

د سليم دراني پلار عبدالعزیز درانی نومېده. نوموړی هم کرکټ لوبغاړی او وروسته روزونکی وو. البته هغه کومې نړیوالې سیالۍ نه دې کړي.

د هندي رسنيوو تر مخه، د هندي فلمونو مشهور اداکار او هدايتکار، ديو انند په يوه مرکه کې ويلي وو چې سليم درانی ښایسته سړی وو نو ځکه ورته هغه په فلمونو کې د کار کولو وړانديز کړی وو خو دراني نه وو منلی. دراني البته په ۱۹۷۳ کال کې د مشهورې اداکارې، پروين بابي سره په چريترا فلم کې مرکزي کردار لوبولی وو.

د هند وزيراعظم نريندرا مودي په يو بیان کې د سليم دراني په مرګ د خفګان ښوولو تر څنګ ويلي چې بیا به داسې کرکټ لوبغاړی پيدا نه شي.

د هند کرکټ بورډ سربیره، د نړۍ نورو کرکټ بورډونو، د کرکت نړيوالې شورا او ګڼو مشهورو لوبغاړو د سليم دراني مرګ غميزه بللې او هغه یې د دې "لوبې د ښه استازي" په توګه یاد کړی دی. افغان کرکټ بورډ هم پر ټويټر ليکلي چې د سليم دراني کورنۍ سره په دې غم کې شريک دی.

د سليم دراني په اړه مشهوره وه چې هغه به په هغه زمانه کې په ټيسټ کرکټ کې هم د اوسنيوو شل اووریزو سیاليوو غوندې تيز بېټينګ کاوه. ځينيو پخوانيوو کرکټ لوبغاړو پر ټولنيزو رسنيوو ليکنو کې ويلي‌چې سليم دراني به د نندارچيانو په خوښه بيټينګ کاوه.

د کرکټ لوبو څارونکي او مبصر، مشتاق رحيم پر خپل فيسبوک ليکلي:‌ "په کیڼ لاس ورو توپ اچونکي، [سليم دراني] به هغه مهال چې ټیسټ لوبې به خورا ورو وې د یو رځنیو/شل اوریزو په طرز توپوهنه کوله. ویل کیږي چې سلیم دراني به د مینه والو په غوښتنه او په خپله خوښه شپږیزې وهلې، خورا چټکه لوبه به یې کوله. د خپل لوبیز ژوند په اوږدو کې یې هند لپاره د انګلستان او ویسټ انډیز په ضد د یو شمیر تاریخي لوبو په ګټلو کې د سرلاري رول درلود."

XS
SM
MD
LG