د لاسرسي ځای

تازه خبر

رشي کپور به ویل چې پېښور یې د یادونو برخه ده


د هندي سېنما مشهور هیرو رشي کپور چې خپل پوره نوم یې رشي راج کپور وو د هندي فلمي نړۍ هغه ستوری وو چې تر یوې اوږدې مودې پورې په فلمونو کې هیرو راغلی وو او د ۱۹۷۰م ، ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ په لسیزو کې زیات کامیابه فلمونه ورکړي دي دي.

رشي کپور په 'میرا نام جوکر' کې د راج کپور د وړوکوالي کردار کړی وو او په دغه کردار ورته اېوارډ هم ورکړل شوی وو خو د هیرو په توګه په لومړي وار په ۱۹۷۳ کې په فلم بوبي کې په نظر راغلی وو. دغه فلم د رشي کپور پلار راج کپور جوړ کړی وو چې ډمپل کپاډیا ورسره د هیروینې په توګه کار کړی وو.

د رشی کپور کورنۍ

د رشي کپور پلار راج کپور د هندي فلمي صنعت یو لوی نوم دی. هغه په پېښور کې زیږیدلی وو، او اوس یې هم په پېښور کې د کپور حوېلۍ په نوم کور شته. د رشي کپور کورنۍ له پېښوره هند ته کډه شوې وه. نوموړی په ممبۍ کې په کال ۱۹۵۲ کې زېږېدلی وو. چې دوه وروڼه رندهیر کپور او راجیو کپور او دوې خوېندې ریما کپور او ریتو نندا لري.

پرتوي راج کپور د کپور کورنۍ لومړنی تن وو چې په هندي فلمونو کې یې کار پیل کړ. هغه په ۱۹۰۶ ز کال د کوچنۍ وچې (برصغیر) په اوسني پاکستان کې زوکړی وو او تر وېش وړاندې په ۱۹۲۸ز کال ممبۍ ته کډه شوی وو. د نوموړي په اړه ویل کیږي چې په پېښور کې زیات وخت تېر کړی وو او د رشي کپور پلار راج کپور هم په پېښور کې پاتې شوی دې.

په یوه مرکه کې رشي کپور ویلي که څه هم دی په ممبی کې پېدا شوی خو مور پلار يې په پېښور کې پېدا شوي وو، او له پېښور سره نږدې خپلوي لري. هغه وایي پېښور یې په زړونو کې پروت دی او غواړي چې د ده زوی رنبیر هم پېښور، دغلته قصه خواني او د دوی کور کپور حویلي وویني.او خپلو بچو او د هغوی بچو ته پېښور ښودل غواړم، چې زموږ پيل له پېښوره شوی وو.

په مشهور هندي فلم مغل اعظم کې د اکبر بادشاه کردار هم د رشي کپور نیکه پرتوي راج کپور کړی وو.

د کپور خاندان یو شمېر غړي د هندي سېنما پېژندل شوي ستوري دي. چې پکې په اوسني دور کې د رشي کپور زوی رنبیر کپور، د نوموړي وریرې کرشمه کپور او کرینا کپور شامل دي. کپور کورنۍ په هندي سېنما تر یوې اوږدې مودې پورې راج کړی دې او یو وخت داسې وو کپور نوم د یو فلم د کامیابۍ نښه ګڼل کېده.

د رشي کپور د کورنی یو بل هېرو انیل کپور هم دی. رشي کپور او انیل کپور په خپلو ځینو خبرو کې د پېښور ذکر هم وخت په وخت کړی دې.

د کپور خاندان په اړه ویل کیږي چې د خپل نوم سره سره په کورنۍ کې یو بل نوم هم لري، او رشي کپور ته د مینې نه په خپله کورنۍ کې چينټو وییل کېده.

رشي کپور فلمي ژوند

په ۱۹۷۳ کې په فلم بوبي کې د راتګ وروسته د هیرو په توګه وپېژندل شو او په دغه فلم کې پر هغه جوړې شوې سندرې تر ننه پورې خلکو ته یادې دي. په ۱۹۸۰کې په فلم قرض کې د ټینا امباني(ټینا مونیم) سره کار وکړ. د دغه فلم موسیفي او سندرې هم په هغه وخت کې زیاتې مشهورې شوې وې. خو د رشي کپور او سری دیوي یوځای کار تر ټولو زیات خوښ شوی وو.د دواړو چاندني فلم چې په ۱۹۸۹ کې جوړ شوی وو د هغه د فلمي ژوند یو کامیابه فلم وو. دا هغه وخت وو چې رشي کپور په فلمي نړۍ کې خپل یو نوم او ځای جوړ کړی وو. په دغه وخت کې نوموړي زیات کامیابه فلمونه ورکړي وو، چې پکې د شاه رخ خان سره دیوانه فلم، د سري دیوي سره یو بل فلم نګینه، پرېم روګ، حنا، د ونود کنه او امیتاب بچن سره امر اکبر او انتوني، سرګم، دامني، نصیب اپنا اپنا، کبهی کبهی،بوا رادها بول،سرګم او ګڼ نور فلمونه شامل دي.

د هغه پر مړینه د بالیوډ ګڼو هنرمندانو خپګان ښودلی.

نوموړي د تر خپل وخت ټولو مشهورو هیروینو سره کار کړی دې چې پکې سری دېوي، جوهي چاوله، میناکشي، مادهوری او د نوموړي میرمن نېتو سنګ شامل دي. هغه له نیتو سنګ سره په فلم کبهی کبهی، امر اکبر او انتوني او دوسرا ادمی کې کار وکړ او له دغې وروسته یې له هغې سره واده وکړ او دوه بچي لري.

نوموړی په خپله یوه مرکه کې وایي ده لا غوښتل چې نور فلمونه هم وکړي خو چې کله هندي سېنما ته شاه رخ خان ، عامر خان او سلمان خان راغی نو ده داسې فکر وکړ چې باید اوس له فلمونو نه لږ ځان بېل کړي.

نوموړی په خپله یوه مرکه کې دا هم وایي ده زیاتره په فلمونو کې یو شان کار کړی دی. او په وروستیو کې ورته په ځینو فلمونو لکه کپور اېنډ سنز، ملک، اګنیپت او نورو فلمونو کې مزاحیه او یا د یو ولن کردار وکړل شوی دې چې په کولو یې ده پخپله هم خوښ کړی دی.

رشي کپور په اړه ځېنې نورې خبرې:

رشي کپور پر ټولنیزو رسنیو هم ډېر فعاله وو او د پاکستان پر حالاتو او ځینو نورو مسلو یې پر خپله ټویټر پاڼه خپل نظر شریک کړی دې. هغه په ۲۰۱۷ م کال کې پر خپل شخصي او هنري ژوند یو کتاب 'کهلم کهلا' هم لیکلی دی او په دغه کتاب کې يې ډېرې شخصي خبرې هم لیکلي دي. په کتاب کې نوموړی وایي چې کله د ده فلمونه پرله پسې ناکامه شول نو سخت مایوسه شو، خو د خپلې مېرمنې او ملګرو په مرسته د دغه دور نه راووت.

رشي کپور په خپله یوه مرکه کې وایي په زیاتره فلمونو کې یې د یو داسې هیرو کار کړی چې یوه جینۍ یې خوښه وي او مور پلار یې له هغې سره په واده راضي نه وي، نو ځکه د نوموړي په خبره په فلمونو کې یې دغه کردار زیات ترسره کړی دې. هغه وایي دی خندا خوښوي او تل یې کوشش کړی چې په خپل کار سره د خلکو پر مخونو خندا راولي.

کپور خاندان د اپرېل پر ۳۰مه په یو بیان کې ویلي چې رشي کپور ته د وینې کېنسر وو، نوموړي په نیویارک کې تر یو کال د درملنې لاندې وو، او تېر کال هند ته ستون شو. خو په دې وروستیو ورځو کې صحت خراب شو، او په ممبۍ کې په روغتون کې داخل کړل شو. چې د اپرېل په ۳۰ سهار یې ساه ورکړه. د هغه عمر ۶۷ کاله وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG