د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندي فلمونو اداکار او ليکوال قادر خان ومړ


قادر خان.
قادر خان.

پراګ - د هندي فلمونو نامتو اداکار او لیکوال قادر خان د ډېسېمبر پر۳۱مه په کاناډا کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی دی. نوموړي د سالنډۍ تکليف درلود.

قادر خان په خپله یوه مرکه کې ویلي و چې په کابل کې پيدا شوی و او يو کلن و چې له خپلې کورنۍ سره د هند ممبۍ ته کډه شو.

د قادر خان مور د پښين وه او پلار یې د کندهار و خو بیا کابل ته کډه شوي ول

د افغانستان له شمشاد ټیلیويژن سره په خبرو کې قادر خان ويلي چې مور یې د پښين وه او پلار یې د کندهار و خو بیا کابل ته کډه شوي ول. په دغه مرکه کې قادر خان وایي د ده درې مشران وروڼه په وړوکوالي کې وفات شول نو ځکه مور یې د ده تر زوکړي وروسته غوښتل چې کوم بل ځای ته کډه شي او دا شان ممبۍ ته لاړل. نوموړی زياتوي دوی ډېر د غريبۍ ژوند تېر کړی دی.

قادر خان دغه مرکه په پښتو ژبه کړې ده او وایي په کور کې هم زياتره وخت په پښتو خبرې کوي. دی وايي کره معلومات نه لري خو داسې ښکاري چې د پښتنو له کاکړ ټبر سره تړلي وي.

قادر خان ۳۵۰ فلمونه لیکلي او په ۴۵۰ فلمونو کې یې کار کړی دی

د قادر خان په وينا پېل یې د سټېج له ډرامو کړی و او لومړی ډرامه یې "لوکل ټرېن" وه چې په هغه وخت کې خلکو ډېره خوښه کړه او دا شان د ده د ډرامو او وروسته د فلمي ژوند پېل وشو.

قادر خان ۳۵۰ فلمونه لیکلي او په ۴۵۰ فلمونو کې یې کار کړی دی. لومړی فلم یې "جواني دیواني" دی او وایي پر دغه فلم ورته په هغه وخت کې ۱۵۰۰ روپۍ معاوضه ورکړل شوې وه. هغه په ۱۹۷۲م کال کې په فلمونو کې کار پېل کړ، او په ۱۹۷۳م کال کې يې د راجېش کنه او شرمیلا ټېګور سره په "داغ" فلم کې کار وکړ چې خلکو ډېر خوښ کړ.

له هندي ورځپاڼې "ټایمز اف انډیا" سره په خبرو کې د قادر خان زوی سرفراز خان ویلي پلار یې د ‌ېسېمبر پر ۳۱مه وفات شو او زیاتوي د هغه د مړيني وروستي رسومات به هم په کاناډا کې ترسره کېږي. سرفراز وایي د دوی ټوله کورنۍ کاناډا کې اوسېږي او پلار به هم هلته خاورو ته سپاري.

د هندي فلمونو نامتو اداکار امیتاب بچن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي د قادر خان پر مړینه سخت خپه دی او زیاتوي قادر خان ورسره په یو شمېر برياليو فلمونو کې ملګری و. د نوموړي په وينا قادر خان یو ښه هنر مند او لیکوال او ریاضي دان وو. قادر خان هم ويلي و چې پوليټېکنيک يې لوستی او هېڅ پلان يې نه و چې فلمونو ته لاړ شي.

امیتاب بچن او قادر خان یو شمېرفلمونو چې پکې "دو اور دو پانچ"، "مقدر کا سکندر"، "قلي"، "سهاګ"، "مسټر نټورلال"، "هم" او "پرورش" کې یو ځای کار کړی.

په ټوله نړۍ کې تر ټولو ښکلې سیمه افغانستان دی
قادر خان

قادر خان په خپله یوه مرکه کې وایي موږ پښتانه په تعلیم کې ډېر وروسته پاتې یو او باید چې زیات پام تعلیم ته وکړو. په دغه مرکه کې هغه د افغانستان ذکر هم کړی او ویلي يې دي په ټوله نړۍ کې تر ټولو ښکلې سیمه افغانستان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG