د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند د فلمي نړۍ "نه ستړي کېدونکي" نومیالي پښتانه


له ښي خوا: راج کپور، دېو انند او دلیپ کمار
له ښي خوا: راج کپور، دېو انند او دلیپ کمار

د پاکستان حکومت په پېښور کې د هند د فلمونو نومیالي ستوري دلیپ کمار – چې اصلي نوم یې یوسف خان دی – کور ملي یا قامي میراث ګرځولی دی. دی شاوخوا ۸۰ کاله مخکې له پېښوره ممبۍ ته تللی وو. هغه مهال د ده عمر ۱۲ کاله وو.

نه یوازې دلیپ کمار بلکې یو شمېر پښتانه دا مهال د هند پر فلمي نړۍ یا بالي ووډ پاچاهي (راج) کوي.

د هندي فلمونو بل ستوری شاه رخ خان په ټوله نړۍ کې نوم لري او فلمونه یې په یو شمېر ژبو ژباړل شوي دي.

شاه رخ خان او دلیپ کمار
شاه رخ خان او دلیپ کمار

د هند له سټار پلس ټیلي وېژن سره د خبرو پر وخت شاه رخ خان وویل، دی پښتون دی:

((زه تاسې ته یوه خبره کول غواړم. زما پلار د پېښور دی. زه هم پښتون یم. ښکاري نه، خو زه هم پښتون یم. کله چې د پاکستان کرکټ لوبډله سیالي یا میچ وګټي نو زه وایم، د پلار خوا مې لوبه وګټله او کله چې هند لوبه وګټي نو زه وایم د مور جانې خوا مې بریالۍ شوه.))

دا چې نور څومره پښتانه د هند په فلمونو کې کار کوي؟ په اړه مې په کابل کې له لیکوال محبوب الله خان سره خبرې وکړې. ده د ((خانان په بالي ووډ کې)) په نوم یو کتاب لیکلی دی او له یو شمېر هندي فلمي ستورو سره یې مرکې کړې دي.

ده مشال راډيو ته وویل، ((د سلمان خان کورنۍ [شاوخوا] ۲۰۰ کاله مخکې د خیبر پښتونخوا له سواته هند ته تللې وه. دوی په اصل کې یوسفزي دي. د سلمان خان پلار سلیم خان نومېده. هغه له بوپاله ممبۍ ته [په فلمونو کې د کار کولو] لپاره ورغلی وو. د دې تر څنګ، بله کورنۍ د شاه رخ خان ده چې اوسمهال یې هم د پلار خور (ترور) په پېښور کې اوسېږي. یوه بله مهمه کورنۍ د امجد خان کورنۍ ده چې له پېښوره ورغلي ول. بله کورنۍ د راج کپور کورنۍ ده چې دا دی څلورم، یا پینځم نسل یې [د فلمونو په صنعت] کې دی. هغوی هم ځان ته پښتانه وايي. نو داسې لسګونه کورنۍ دي چې ځانته ته پښتانه وايي.))

په پېښور کې د راج کپور کور.
په پېښور کې د راج کپور کور.

محبوب د هندي فلمونو له ستوري قادر خان سره مرکه کړې ده چې پکې قادر خان وايي، په کابل کې زېږېدلی دی او اصلاً کاکړ دی: ((زه په کابل کې زېږېدلی یم. کله چې زما دوه مشران وروڼه مړه شول نو مور ته مې چا وویل چې دا ځای پر تاسو ښه نه دی راغلی نو موږ هندوستان ته ولاړو. موږ ډېر غریبان وو. د ممبۍ په یوه ډېره ګنده یا ناولې سیمه کې اوسېدو. هلته مو ژوند پیل کړ. بیا ما تعلیم وکړ او فلمونو ته ولاړم. مور مې د پښین ده او پلار مې د کندهار دی. موږ کاکړان یو.))

محبوب الله خان په خپل کتاب کې د هند پر فلمي نړۍ د پښتنو پر اغېز او د رول په اړه لیکل کړي.

دی وايي: ((عامر خان، سلمان خان، شاه رخ خان او داسې یو شمېر نور نومونه دي چې که له هندي فلمي نړۍ لرې کړل شي نو هلته نور هېڅ نه پاتې کېږي.))

د پښتو فلمونو ستوری امان چې په نوم یې په پېښور کې یوه سینما هم وه، وايي، که له هندي فلمونو پښتانه ووځي نو هلته نور څه نشته: ((خدای دې نه کړي چې پښتانه له بالي ووډه ووځي. خو که چېرې دوی تر ولاړ شي نو که ټوله نه وي نو [۵۰ فیصده] هندي فلمي نړۍ به پر ځای کښېني. عامر خان ته په یوه پروګرام کې یو چا وویل، تاسې چا ته ځای نه ورکوئ. نو هغه ورته وویل، موږ خو د چا مخه نه ده نیولې. څوک دې راشي او زموږ ځای دې ونیسي.))

د پاکستان نومیالی اداکار فردوس جمال چې د پېښور دی وايي، پښتانه خواريکښ دي او چې چېرې هم وي د پرمختګ هڅه کوي.

د ده په خبره، که په پاکستان کې حکومتونو فلمي صنعت ته په سمه توګه پاملرنه کړې وای نو اوس به پېښور او کوټه هم له ممبۍ شاته نه وای.

فردوس جمال وايي، په پاکستان کې د ناامنۍ په روانو حالاتو کې هم یوازې د پښتنو فلمونه جوړېږي.

نوموړی زیاتوي، که دا فلمونه ښه دي او که خراب، خو د دې خبرې ښکارندويي کوي چې پښتون په طبیعي یا فطرتي توګه نرم مزاجه، خواريکښ او نه ستړی کېدونکی دی.

XS
SM
MD
LG