د لاسرسي ځای

تازه خبر

له هند سره په ټيسټ لوبه کې له افغان لوبغاړیو تمه


افغان لوبغاړي د ملي سرود په احترام کې لاس پر سينه ولاړ دي
افغان لوبغاړي د ملي سرود په احترام کې لاس پر سينه ولاړ دي

افغانستان د جون په څوارلسمه د هند په وړاندې د خپل لومړي کرکټ ټيسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړې ده. د لوبډلې مشر اصغرخان ستانکزی دي او د نورو تر څنګ پکې مشهوره سپين يا ورو بالران راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم شته. افغان لوبډلې تر دې سيالۍ مخکې د دې لوبې لپاره ډېره خوشالي ښودلې ده.

افغانستان د جون په څوارلسمه د هند په وړاندې د خپل لومړي کرکټ ټيسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړې ده. د لوبډلې مشر اصغرخان ستانکزی دي او د نورو تر څنګ پکې مشهوره سپين يا ورو بالران راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم شته.

افغان لوبډلې تر دې سيالۍ مخکې د دې لوبې لپاره ډېره خوشالي ښودلې ده.

محمد نبي او راشد خان د افغان لوبډلې مهم لوبغاړي ګڼل کېږي
محمد نبي او راشد خان د افغان لوبډلې مهم لوبغاړي ګڼل کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ ټيسټ لوبه د جون په څوارلسمه کوي. افغان لوبغاړي په دې تاريخي لوبه کې د هند په وړاندې په بينګلور کې مېدان ته وځي. ایسوسيټيډ پريس خبري اژانس ويلي دې تاريخي مقام ته رسېدو لپاره افغانستان ۱۷ کال خواري کړې ده.

زياتره اوسنيوو افغان لوبغاړو به په پاکستان کې د کډوالو په کمپ کې لوبې کولې. په ۲۰۰۱ کال کې چې کله د طالبانو رژيم ختم شو نو ډېر يې افغانستان ته خپلو سيمو ته ستانه شول. پر جګړو سربېره هم دې ځوانانو امېد پرېنښود او خپلې لوبې يې جاري وساتلې. د پېښور سره نیزدي له دوړو ډکو مېدانونو کې کرکټ کوونکو لوبغاړو دا سفر اوس نړيوال سټېج ته رسېدلی دی.

افغان لوبډله به د رحمت شاه په بېټينګ ډېره تکيه کوي
افغان لوبډله به د رحمت شاه په بېټينګ ډېره تکيه کوي

په دې برياليتوبونو کې د رو توپ اچوونکي يا سپين بالر راشد خان لوی لاس دی. ايسو سيټيډ پريس خبري اژانس ليکلي چې د دې ۱۹ کلن لوبغاړي کورنۍ د افغانستان له جګړو پېښور ته کډه شوې وه.

راشد خان د نړيوالې کرکټ شورا په درجه بندۍ کې په شل اووریزو لوبو کې لومړی او په پنځوس اووريزو کې دوهم ځای لري. د هغه تر څنګ يو بل افغان لوبغاړی محمد نبي په پنځوس اووريزو سياليوو کې درېيم ښه آل راونډر لوبغاړی دی.

دوی چې بېرته هېواد ته ستانه شول نو راشد خان کرکټ پرېنښود او اوس د دغه اژانس په خبره دومره ښه او مشهوره شوی چې د کرکټ شخصي يا پرايويټ سياليوو کې يې هره لوبډله د خپلولو کوښښ کوي.

افغانستان تر اوسه په شل اووریزو او پنځوس اووریزو کرکټ سياليوو کې ډېر ځلېدلی دی. دوی اوس اوس بنګله دېش ته درې صفر ماتې ورکړه. تر دې مخکې يې نړيوال کپ ګټونکي ويست انډيز او زمبابوی ته شکست ورکړی دی. دوی په انګلېنډ کې په ۲۰۱۹ کال کې کېدونکي پنځوس اووریز کرکټ نړيوال کپ ته هم ځان رسولی دی.

ايسو سيټيډ پريس خبري اژانس ليکي چې ټيسټ لوبې په کرکټ کې تر ټولو ډېر اهميت لري نو ځکه چې کله د پنجشنبې په ورځ افغان لوبغاړي د هند په وړاندې له لوبې مخکې، خپل ملي سرود ته په احترام پر سينه لاس کېږدي نو دا به د دوی او افغان ملت لپاره د لوی وياړ ورځ وي.

اصغر ستانکزی او راشد خان: هند سره ټيسټ لوبې ته تيار يو (ويډيو)

اصغر ستانکزی او راشد خان: هند سره ټيسټ لوبې ته تيار يو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

XS
SM
MD
LG