د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له ایرلېنډه ټېسټ لوبه په اوو ويکټو وګټله


دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې اول وار دى چې په ټيسټ لوبه کې ایرلېنډ ته په اوو ويکټو ماته ورکوي.

د هند په درادون ښار کې دغه پنځه ورځنۍ لوبې تېره جمعه پيل شوه چې په پای کې یې بری د افغان کرکټ ملي لوبډلې په برخه ورسېدلو.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسول فريد هوتک په دوشنبه ازادي راډيو ته وويل:

"ايرلېنډ او افغانستان پر يوه ځاى د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړى دى. له نېکه مرغه چې د افغانستان په کوربه‌توب دغه ټيسټ لوبه افغانستان په لوى توپير وګټله او ويې کړاى شول په تاريخ کې دغه ريکارډ ثبت کړي."

افغانستان په ۲۰۱۸ ز کال د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ او اوس کولاى شي په ټيسټ سیالیو کې برخه واخلي.

افغانستان خپله لومړۍ ټيسټ لوبه د ۲۰۱۸ ز کال په جون کې پر هند بايللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG