د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د بالیووډ ستورو کورونه په نړېدو دي


پېښور کې د وتلي فلمي ستوري راج کپور کور
پېښور کې د وتلي فلمي ستوري راج کپور کور

پېښور د نړۍ په هغه ښارونو کې شمیرل کېږي چې د بار بار یرغلونو باوجود يې له پیړیو راهیسې خپل ارتقايي مزل له دوام ورکړی او په لمن کې يې د ګندهارا پشکلاوتي تهذیب سترګې غړولې دی او خپل بام ته رسېدلی دی.

دې تاریخي ښار تر هند او کابله خپل کلتوري او تهذیبي اغیز پریښې دی او د ادب، هنر او اداکارۍ په میدان کې يې لوی لوی نومونه زیږولي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د هیریټیج کونسل په نوم یو سازمان د پېښور د نورو تاریخي اثارو د خوندي کولو سره سره د دې ودانیو د ارزښت په اړه هم په ولس کې د بیدارۍ لپاره کار کوي او په حکومت غږ کوي چې دا خوندي کړي.

د پېښور او بالي ووډ د تړون په اړه د کونسل ستر سکتر شکیل وحیدالله خان وايي چې د بالي ووډ نوموړي اداکاران یا خو په پېښور کې پیدا شوي او یا يې پلار نیکه د دې ځای سره تړاو لره.

“د دلیپ کمار کور دې یو تاریخي میراث وګرځول شي”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00


نوموړی زیاتوي چې اوس هم په پېښور کې د یوسف خان (دلیپ کمار )، شاه رخ خان ، ونود کهنه او پرتهوي راج کپور کورونه موجود دي، چې څه نړیدلي دي خو که هڅې وشي نو د ورکیدو نه ژغورل کېدای شي.

شکیل وحیدالله خان وايي د پېښور تاریخي وراثت د هند او پاکستان په اړېکو ښه کولو کې یو مهم کردار لوبولای شي، ځکه چې دا د یو شمېر هندي شخصیاتو د پیدایش ځای یا پلار نیکه ښار دی او هغوی ورسره ډېر د مینې تړون لري.

نوموړی وایي، ستونزه داده چې د هندي سینما د نوموړو اداکارانو کورونه په ړنګیدو دي او حکومت يې د خوندي ساتلو لپاره عملي ګامونه نه پورته کوي.

چې کله به هم هند ته ولاړم نو هند تللې نو قادر خان، ونود کهنه او رشي کپور بخ نارولم او د پېښور دودیز شیان به يې رانه غوښتل
شکیل وحیدالله خان


بل خوا د خیبر پښتونخوا د موزیمونو او تاریخي اثارو د ادارې ډایریکټر جنرل ډاکتر عبدالصمد وايي چې د پېښور تاریخي ارزښت منل شوی دی او حکومت هڅه کوي چې د بالي ووډ د سترو اداکارانو د کورونو د خوندي کولو لپاره یو پلان عملي کړي.

نوموړی زیاتوي حکومت غواړي چې په دوی کې ځینې په موزیمونو بدل کړي.

د هیریټیج کونسل سکتر شکیل وحیدالله خان وايي، اوس هم له پېښور سره تړاو لرونکیو هندي هنرمندانو او اداکارانو سره په تماس کې دی او څو څو ځله د کونسل پلاویو ډیلي او ممبۍ ته سفرونه هم کړي دي.

نوموړی وایي، کله چې هم هند تللې نو قادر خان، ونود کهنه او رشي کپور ورسره ډېره مینه کړی او د پېښور دودیز شیان يې ترې غوښتې دي.

پېښور کې د راج کپور کور
پېښور کې د راج کپور کور

د پېښور مینې دغه نوموړي اداکاران وخت په وخت بیا ځان ته راښکلې دي او د هند او پاکستان ترمنځ د خرابو اړیکو او جنګونو باوجود په دوی کې ځینې بیا پېښور ته تللي او د ښار په لارو کوڅو کې د خپل ماشوموالي په یادګارونو ګرځیدلي دي.

شکیل وحیدالله خان وایي، چې دلیپ کمار دوه ځله پېښور ته راغلی دی او دغه شان رشي کپور هم د خپل کور لیدلو له د حکومت په خصوصي اجازه پېښور ته سفر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۵ز کال کې اعلان کړی وو چې په پېښور کې د دلیپ کمار به جوړوي او یو موزیم به په کې پرانځي خو دغه پلان لا عملي شوی نه دی او د نورو یو شمېر اداکارانو کورونه د ورکیدو له خطر سره مخ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG