د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان راتلونکې مياشت له روسيې د تیلو اخیستل پيلوي


په پاکستان کې په دې وروستيوو کې د تيلو نرخونه لوړ شوي دي - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې په دې وروستيوو کې د تيلو نرخونه لوړ شوي دي - انځور له ارشیفه

پاکستان وايي له روسیې سره یې خبرې کړې دي او له راتلونکې میاشتې به له هغه هیواده تیل اخلي.

د پاکستان د پیټرولیمو وزیر مملکت مصدق ملک د اپرېل پر لومړۍ نېټه جیو نیوز ټلیویژن سره په يوه مرکه کې ويلي چې د روسيې چارواکو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ شوی چې د تيلو په نرخ کې به ورسره رعايت کيږي.

نوموړي وويل چې روس ورسره منلي چې د تيلو بیه به همهغه وي کومه چې د روسیې ګاونډيانو لپاره ده. "راتلونکې میاشت به له روسیې تيل اخیستل پيل کړ. دلته د تيلو رارسیدل به له شپږویشتو تر اوه ویشتو ورځو وخت واخلي. دا تيل د سمندر له لارې راځي."

ملک زیاته کړې چې هر چاته معلومه ده چې پاکستان د انرژۍ له کمي سره مخ دی او له روسیې د تيلو اخیستل به د دې بحران په کمولو کې مرسته وکړي. پاکستان د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې اعلان کړی وو چې له روس څخه تیل اخیستل غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د بهرنيوو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري مسکو ته تللی. هغه هلته له خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره پر اقتصادي، د انرژۍ په اخیستو او سیمه ييزو مسايلو خبرې کړې وي. تر دې مخکې، د جنورۍ په ۱۹مه د روسیې د انرژۍ وزير نيکولايي شولګينوف له یو لوی پلاوي سره پاکستان ته تللی وو او هلته یې له وزيراعظم شهباز شريف سره په دې اړه خبرې کړې وي.

هغه مهال د وزيراعظم شهباز شریف دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دواړو هېوادونو چارواکو پر دې هم نظرونه تبادله کړل چې پاکستان څنګه له روسیې څخه د اوږد مهال لپاره تيل او ګېس اخیستلای شي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ویاند نيډ پرایس د جنورۍ پر ۲۵مه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې پر روسیې پر نړيوالو بندیزونو سربېره پاکستان کولای شي چې له مسکو څخه انرژي واخلي. پر روسیې دا بندیزونه د ۲۰۲۲م کال په د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين د کړي هغه پوځي يرغل له امله لګول شوي دي چې لا هم روان دی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ کال په دیسمبر کې، په خيبر پښتونخوا کې د ګېس د نشتوالي له امله سي اين جي ګېس سټېشنونه بند کړي وو. پر ګېس چلېدونکو ګاډو ډرايورانو د دې بندیز په خلاف مظاهرې کړې وي.

تر دې وروسته، د پاکستان خزانې وزیر اسحق ډار د جنورۍ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د تيلو قیمتونه زیاتوي. هغه په يوه ويډيو بیان کې وويل چې له همدې ورځې د پيټرولو او ډيزلو بیې په هر ليټر کې ۳۵ روپۍ زياتيږي او د خاورو تيل قيمت به في ليټر ۱۸ روپۍ زیات شي.

په پاکستان کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت د ملک د اقتصادي بحران پړه پر پخواني وزیراعظم عمران خان اچوي خو هغه بیا ادعا کوي چې ملک تر ده وړاندې تیر شویو واکمنو لوټلی دی.

XS
SM
MD
LG