د لاسرسي ځای

تازه خبر

له روس سره ښې اړيکې جوړول د پاکستان په لومړيتوبونو کې دي: قرېشي


د اپرېل پر اوومه په اسلام اباد کې شاه محمود قرېشي له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره د خبري غونډې پر مهال.
د اپرېل پر اوومه په اسلام اباد کې شاه محمود قرېشي له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره د خبري غونډې پر مهال.

پاکستاني چارواکي‌وايي غواړي‌د روس سره په بېلابېلو برخو کې ښه تعلقات ولري.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اپرېل په ۷مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا ګڼ اړخيزه اړيکې جوړول د پاکستان په لومړيتوبونو کې دي.

په دې خبري غونډه کې چې د روس بهرنيوو چارو وزیر سرګې لاورووف هم پکې وو، قرېشي زیاته کړه چې پاکستان د لاوروف د دوه ورځني سفر پر مهال هغه سره په امنیتي، دفاعي، د ترهګرۍ ضد هلو ځلو او د افغانستان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

د قرېشي په وېنا د دې تر څنګ د سيمې پر امنيت، توانايي، تجارت او د شمال جنوب ګېس پايپ لاين منصوبې په اړه هم بحث وشو. د روس بهرنيوو چارو وزارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي‌چې د پاکستان سره د ترهګرۍ په ضد پر کار سربېره اقتصادي راکړه ورکړه زیاتول غواړي.

ورته خبرې سرګې لاوروف هم په یاده خبري غونډې کې وکړي او وې ويل چې په اقتصادي چارو کې د اسلام اباد او مسکو اړيکې لا زیاتېدلی شي.

د یادونې ده چې د افغانستان د جګړې له امله د پاکستان او روس اړيکې بيخي خرابې وي. روس په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته خپل پوځيان ليږلی وو. پاکستان د امریکې سره لاس یو کړ او د هغو مجاهدينو ملاتړ یې وکړ چې د روسي ځواکونو او د هغه وخت د افغان حکومت په خلاف جنګېدل.

خو اوس دواړو د اړیکو سمولو پر خوا ګامونه اخیستي دي. پاکستاني او روسي ځواکونو شریک مشقونه هم کړي او د تجارت لپاره هم څو ځل د وفدونو په کچه خبرې شوې دي. همداراز پاکستاني تجارانو له روس څخه د کورونا وایرس واکسين هم اخیستي دي.

د سرګې لاوروف دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. روس تیره میاشت په ماسکو کې یوه کانفرانس هم راجوړ کړی وو، چې د امریکا، چین او پاکستان په ګډون په کې د افغان حکومت او طالبانو استازو هم ګډون کړی وو.

پاکستان او روسيه ولې رانږدې کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG