د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او امریکا د اقتصاد او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو خبرې کړې دي


وزیراعظم شهباز شریف د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځ د همکاریو هرکلی کړی دی.
وزیراعظم شهباز شریف د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځ د همکاریو هرکلی کړی دی.

پاکستان او امریکا د اقتصادي ودې، انرژۍ او په ځېنو نورو شعبو کې د همکارۍ لړ کې پر ژمنو د درېدو او په دې برخه کې د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د امريکا د بهرنيو چارو په وزرات کې د انررژۍ څانګې مرستيال مشر جوفري پايټ په مشرۍ یو پلاوي د مارچ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې له وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وکړ.

د پاکستان حکومت د مارچ پر ۱۵مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي چې د امريکا لوړپوړو ډېپلوماتانو د ولسمشر جو بایډن د ادارې هیله تایید کړه چې "د سوداګرۍ، پانګونې، روغتیا، امنیت او د اقلیم د بدلون مخنیوي" په برخو کې له اسلام اباد سره همکاري زیاته کړي.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د پاکستان او امریکا ترمینځ د انرژۍ امنیت په برخه کې خبرې اترې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

بیان زیاتوي چې نوموړي د امنیت، تجارت، پانګونې، صحت او د اقليم د بدلون مخنیوي په څانګو کې د پاکستان او امریکا ترمینځ د روانو خبرو اترو او همکارۍ هرکلی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG