د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو د منځني اسیا هیوادونو سره په تجارت او انرژۍ خبرې کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري: انځور له ارشیفه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري: انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د ازبکستان او تاجکستان چارواکو سره د سیمې د حالاتو، تجارت، انرژۍ او په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

بلاول بوټو زرداري د جنورۍ پر ۲۳مه ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې یې د هغه هېواد د بهرنیو چارو نګران وزیر بختیار سېدوف او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره ملاقاتونه کړي دي.

نوموړي هلته رسنیو ته چې درې واړه هېوادونه به خپلې اړیکې او همکارۍ لا نورې زیاتوي.

بلاول بوټو زرداري د اقتصادي همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره پرون (د جنورۍ پر ۲۳مه) په دوه ورځني سفر تاشکند ته تللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG