د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې نوي بندیزونه لګولي


اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو دا پریکړه د فبرورۍ پر ۲۴مه پر داسې مهال کړې ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو.
اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو دا پریکړه د فبرورۍ پر ۲۴مه پر داسې مهال کړې ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو.

اروپايي ټولنه پر دې سلا شوې ده چې پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیه نوي بندیزونه ولګوي.

اروپايي ټولنې دا پریکړه د فبرورۍ پر ۲۴مه پر داسې مهال کړې ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو.

د اروپايي ټولنې لخوا د بندیزونو په دې لسم پړاو کې "د هغو کسانو او ادارو خلاف سخت ګامونه شامل دي چې د جګړې ملاتړ کوي، پروپګنډا خپروي یا په جګړه کې د استعمال لپاره روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي."

تمه کېږي چې د بندیزونو وروستۍ منظوري به د فبرورۍ پر ۲۵مه وشي او د بندیزونو په نوملړ کې د شاملو کسانو او ادارو نومونه به وروسته د اروپایي ټولنې په رسمي جریده کې خپاره شي.

بلخوا امریکا د فبرورۍ پر ۲۴مه د روسیې په لسګونو بانکونو، شرکتونو او کسانو باندې نوي پراخ بندیزونه لګولي دي.

امریکا وايي دا کسان او کمپنۍ د هغه تولید محدودولو لپاره په نښه شوي چې د روسیې پوځ ته سامان رسوي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د دې بندیزونو بل هدف هغو شرکتونو او وګړو ته سزا ورکول هم دي چې له بندیزونو د ځان په ساتلو کې د روسیې مرسته کوي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې وویل دغه بندیزونه پر اوکراین د روسیې د یرغل د یو کال په مناسبت اعلان شول.

په عین حال کې امریکا د اوکراین لپاره د دوه اربه ډالرو اضافي "امنیتي مرستې" اعلان هم کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG