د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري روسیې ته تللی


د روس او پاکستان بهرنيوو چارو وزيران
د روس او پاکستان بهرنيوو چارو وزيران

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په رسمي سفر د روسیې پلازمېنې ماسکو ته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې بلاول بوټو زرداري به په مسکو کې له خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره پر اقتصادي او سیمه ييزو مسايلو خبرې کوي.

د پاکستان حکومت تر دې مخکې له روسیې څخه د تيل او ګېسو اخیستو خواهش ښودلی وو.

د جنورۍ په ۱۹مه د روسیې د انرژۍ وزير نيکولايي شولګينوف له یو لوی پلاوي سره پاکستان ته تللی وو او هلته یې له وزيراعظم شهباز شريف سره په دې اړه خبرې کړې وي.

هغه مهال د وزيراعظم شهباز شریف دفتر په يوه خبرپاڼه کې د دې ملاقات په اړه ويلي وو چې دواړو خواوو د اقتصادي همکاريو پر زیاتولو سلا مشورې وکړې.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې د دواړو هېوادونو چارواکو پر دې هم نظرونه تبادله کړل چې پاکستان څنګه له روسیې څخه د اوږد مهال لپاره تيل او ګېس اخیستلای شي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ویاند نيډ پرایس د جنورۍ پر ۲۵مه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې پر روسیې پر نړيوالو بندیزونو سربېره پاکستان کولای شي چې له مسکو څخه انرژي واخلي.

پر روسیې دا بندیزونه د ۲۰۲۲م کال په د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين د کړي هغه پوځي يرغل له امله لګول شوي دي چې لا هم روان دی.

د پاکستان د بهرینو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په داسې وخت کې روسیې ته تللی دی چې پاکستان دا مهال د انرژۍ له کمي سره مخامخ دی.

د انرژۍ وزير خرم دستګير د جنورۍ پر ۲۹مه په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د جولای په میاشت کې راغلو سېلابونو د بجلۍ ويشلو نظام ته لوی زیان رسولی دی.

د ده په وینا، د دې له کبله ډيرو ځايونو ته بجلي له پخوا هم کمه شوې وه چې حکومت یې د بحالۍ لپاره کاميابه کار کړی دی.

خرم دستګیر زیاته کړه،‌ " حکومت هڅه کوي چې له بېلا بېلو لارو د بجلۍ په شمولو د ټولې انرژۍ کمی پوره کړي او د بجلۍ نرخونه به نه زیاتيږي."

د پاکستان حکومت تېره مياشت په خيبر پښتونخوا کې د ګېس د نشتوالي له امله سي اين جي ګېس سټېشنونه بند کړي وو. پر ګېس چلېدونکو ګاډو ډرايورانو د دې بندیز په خلاف مظاهرې کړې وي.

په همدې حال کې د پاکستان خزانې وزیر اسحق ډار د جنورۍ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د تيلو قیمتونه زیاتوي.

هغه په يوه ويډيو بیان کې وويل چې له همدې ورځې د پيټرولو او ډيزلو بیې په هر ليټر کې ۳۵ روپۍ زياتيږي او د خاورو تيل قيمت به في ليټر ۱۸ روپۍ زیات شي.

په پاکستان کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت د ملک د اقتصادي بحران پړه پر پخواني وزیراعظم عمران خان اچوي خو هغه بیا ادعا کوي چې ملک تر ده وړاندې تیر شویو واکمنو لوټلی دی.

XS
SM
MD
LG