د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سروکۍ خلک د خپلو ړنګو کورونو تاوانونه غواړي


د جنوبي وزيرستان خلکو د بيابحالۍ په چارو کې د حکومتي مرستو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړي -پخوانی انځور
د جنوبي وزيرستان خلکو د بيابحالۍ په چارو کې د حکومتي مرستو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړي -پخوانی انځور

د جنوبي وزیرستان د سروکۍ تحصیل بلدیاتي استازي وايي، حکومت لا هم په دې سيمه کې د ۲۰۰۹ز کال د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو شویو کورونو لسګونه زره مالکانو ته معاوضې نه دي ورکړي.

د سروکۍ تحصیل چېرمېن شاه فیصل غازي د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وويل، حکومت د سيمې له اغېزمنو خلکو سره د هغوی د بيابحالۍ په چارو کې د مرستې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

غازي زياته کړه: "په سيمه کې شوې سروې ښوولې چې په پوځي عملياتو کې شاوخوا ۱۰۹،۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي ول چې له هغو څخه څه د پاسه ۴۰،۰۰۰ هغو مالکانو ته د معاوضې چېکونه ورکړل شوي، خو پر حکومتي ژمنو سربېره د شاوخوا ۵۷،۰۰۰ ويجاړو کورونو مالکان لا هم د معاوضو په تمه دي."

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد نړیوالې جګړې پر مهال د خیبر پښتونخوا په ټولو قبایلي ضلعو او یوشمېر نورو سیمو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې یې مېلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونه خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

اسلام اباد تر عملیاتو او خپلو کلیو ته د خلکو تر ستنولو وروسته د هغوی د بحالۍ چارو او اغېزمنو ته د تاوانونو ورکولو بهير ته دوام ورکړی دی، خو د جنوبي وزیرستان د مسیدو سیمو مشران وايي،ګڼې کورنۍ لا هم له مالي مرستو بې برخې دي.

دې مشرانو د "درې مسید جرګې" تر چتر لاندې له تېرې څه د پاسه يوې مياشتې راهيسې د ټانک پر بای پاس چوک احتجاجي ناسته پيل کړې ده چې د سيمې د اغېزمنو خلکو لپاره حکومتي مرستې ترلاسه کړي.

بلخوا د بر جنوبي وزیرستان اېډیشنل ډپټي کمېشنر نېک محمد د مارچ پر ۲۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ويلي، انتظاميه انتظار باسي چې حکومت ورته امدادي پيسې ولېږي او دوی يې سمدستي پر اغېزمنو کورنيو ووېشي.

د جنوبي وزيرستان ترڅنګ د ګاونډي شمالي وزيرستان په ګډون د شاوخوا ټولو ضلعو اوسېدونکو د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ په عملياتو کې د اوښتو تاوانونو پوره کولو لپاره وخت په وخت مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG