د لاسرسي ځای

تازه خبر

امرالله صالح ويلي حکومت يې هیڅکله د سولې په مخ کې خنډ نه وو 


 د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د طالبانو سرسخته مخالف ګڼل کېده ــ انځور له ارشيفه
د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د طالبانو سرسخته مخالف ګڼل کېده ــ انځور له ارشيفه

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي چې د هغوی حکومت هیڅکله د سولې په مخ کې خنډ نه وو.

صالح پرون (د جنورۍ پر ۲۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پامپیو کتاب " له دروغو ډک دی". البته نوموړي په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

پامپیو په خپل تازه چاپ شوي کتاب کې لیکلي، محمد اشرف غني فکر کاوه چې د طالبانو او امریکا هر ډول هوکړه به له هغه څخه واک اخلي.

په کتاب کې دغه راز راغلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ټولې هڅې وکړې چې د امریکا او طالبانو خبرې کمزورې کړي.

د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم پرون (د جنورۍ پر ۲۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې اشرف غني د ده، مایک پامپیو او نورو امریکایي چارواکو خبرې له پامه غورځولې.

اشرف غني د پامپیو او خلیلزاد د دغو ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو تیرکال ـ۲۰۲۲ز) یې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خلیلزاد یو بې کفایته کس بللی وو او د جمهوریت د سقوط پړه یې پر امریکایي چارواکو او د خپل حکومت پر یو شمېر شریکانو او سیاستوالو اچولې وه.

طالبانو د ۲۰۲۲ز کال په اګست مياشت کې تر هغې وروسته کابل ونيوه چې کله اشرف غني او د حکومت مهمو غړو کابل پرېښود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG