د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیندهي قامپرستو د لادرکه کړل شویو موندنې لپاره مظاهره وکړه


مظاهره کوونکیو له حکومته غوښتنه کوله چې د هغوی خپلوان دې زر تر زره پیدا او کورونو ته یې ستانه کړي: انځور جنوري ۱۲، کال ۲۰۲۳
مظاهره کوونکیو له حکومته غوښتنه کوله چې د هغوی خپلوان دې زر تر زره پیدا او کورونو ته یې ستانه کړي: انځور جنوري ۱۲، کال ۲۰۲۳

د سیند قام پرست ګوند «سیند سپاه» مشران وايي چې د هغوی څه نا څه ۶۰۰۰ پلویان تر دې دمه په زوره ورک کړل شوي دي.

یاد ګوند د جنورۍ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه. مظاهره کوونکیو له حکومته غوښتنه کوله چې د هغوی خپلوان دې زر تر زره پیدا کړي او کورونو ته یې ستانه کړي.

د سیند سپاه ګوند مشر انعام سیندي مشال راډیو ته وویل، د هغوی په زرګونو کسان ورک کړل شوي دي. هغه وايي، دا ډار ورسره مل دی چې څوک هم د ورکو کسانو لپاره غږ پورته کوي نو هغه به هم د ورته برخلیک سره مخامخ شي.

نوموړي وړاندې وویل: "کله چې د پروېز مشرف حکومت راغلو نو په سیند صوبه کې د بې شمېره سیاسي فعالانو اوچتول پیل شول. موږ له ۸۰ زیات داسې جنازې هم کړي دي چې د جسدونو سپکاوی شوی وو. په بیلابېلو وختونو کې زموږ ۶۰۰۰ کسان پورته کړل شوي دي."

دا مظاهره په اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته وشوه.
دا مظاهره په اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته وشوه.

نوموړی وړاندې وايي، له ورکو کسانو نه چې ځینې یې پیدا هم شي نو پر هغوی د ترهګرۍ، غدارۍ، د پوځ خلاف د بغاوت او د ملک د ماتولو دروغجنې مقدمې درج کړل شوي او جېلونو ته لېږل شوي دي.

نوموړی وايي، د هغوی زنداني ملګري له څو څو کلونو راهیسې په جېلونو کې ناست دي، نه یې څوک پوښتنه کوي او نه هم عدالتي کارروايي کېږي.

په دې مظاهره کې له سیندیانو سره سره د نورو قامونو هغو خلکو هم ګډون وکړ چې د کورنۍ غړي او یا یې هم خپلوان یا دوستان ترۍ تم کړل شوي دي.

د ګل ربانه په نوم د یوې مېرمنې خاوند هم په ورته ډول له خیبر پښتونخوا نه پورته کړل شوی دی.

هغې مشال راډیو ته وویل، "زما خاوند زاهد امین له تېرو اتنیمو کلونو راهیسې له کوره اوچت کړل شوی دی. کله یې چې هغه د شپې بوتلو نو راغلو کسانو راته وویل چې حکومتي کسان دي او په درې ورځو کې به یې خوشې کړي. دا دی اتنیم کاله تېر شول خو هغه درې ورځې لا نه پوره کېږي."

نوموړې وايي، خاوند خو راخلاص نه شو خو څه وخت پس یې لېور هم په همدې توګه ترۍ تم کړل شو.


د بشري حقونو د ادارې سره یو کارکوونکي تن خوشال خان د جنورۍ په ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې له ډېرې مودې راهیسې د خلکو د اوچتولو او ورکولو لړۍ روانه ده.

هغه وايي ډېری خلک له دې وېرې د ورکو کسانو د موندلو لپاره غږ نه شي پورته کولی چې ډارېږي، که داسې یې وکړل نو هغوی به هم پورته کړل شي.

نوموړی وايي، " په زوره د خلکو پورته کول او ورکول ډېر سنګین جرم دی. په دې اړه په پارلېمان کې د قانون سازۍ کوششونه هم شوی خو څه ګټه یې نه ده کړې. د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو له پکار دي چې په دې اړه خپل غوڅ دریځ وړاندې کړي."


شنونکي وايي، په پاکستان کې د سیاسي او مدني فعالانو، خبریالانو، زده کوونکیو، وکیلانو او نورو خلکو د ترۍ تم کولو لړۍ له ډېرې مودې راهیسې روانه ده خو د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په حکومت کې دا لړۍ تېزه شوې وه.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضيو څېړلو کمېشن جوړ کړ چې په بیا بیا يې ويلي، هغه کسان چې وموندل شي او ستانه شي، هېڅکله د خپلو تښتونکو په اړه معلومات نه ورکوي او نه وايي چې ولې تښتول شوي ول او څه ورسره پېښ شول؟ خو کميشن وایي چي په تر اوسه پورې نهه زره او یو سل دري باندي کيسونه رجسټرډ شوي دي. چي څوک بي ګناه وي هغه راخوشي کړل شي.

XS
SM
MD
LG