د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمینځ جګړه درېدلې ده


د تورخم دروازې پخوانی انځور
د تورخم دروازې پخوانی انځور

د پاکستان چارواکي وايي چې پر تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو او پر افغانستان د واکمنو طالبانو ترمینځ د فبرورۍ سهار پیل شوې جګړه درېدلې او د دواړه غاړې له سفارتي لارې مسله حلوي.

د تورخم تحصيلدار غنچه ګل د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې جګړه درېدلې ده، البته تورخم دروازه د هرډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

د مليشاه ځواکونو يوه چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په ډزو کې د دوی يو سپاهي لږ ټپي شوی دی. البته د افغانستان غاړې ته د طالبانو د مرګژوبلې په اړه لاهم معلومات نشته.

دا نښته تر هغې وروسته وشوه چې طالبانو د فبرورۍ پر ۱۹مه تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره وتړله. دوی تور پورې کړ چې دا کار يې ځکه کړی چې پاکستان پر دروازه د خلکو د تګ راتګ په اړه خپلې کړې ژمنې نه دې پوره کړې.

طالب سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې پر تورخم دروازه افغان وګړيو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي شوی او یوازې ډېرزیات ناروغه کسانو او ورسره يوه ملګري ته پاکستان ته له اسنادو پرته د ورتلو اجازه ورکول کېده، خو په دې وروستيو کې دغه اسانتیا هم ورڅخه اخيستل شوې ده. البته پاکستان په دې اړه څه نه دې ويلي.

د طالبان په کنټرول کې باختر اژانس د تورخم د کمیسار د مولوي محمد صدیق له قوله خبر خپور کړ چې تر بله امره د تورخم دروازه وتړل شوه.

د فبرورۍ ۲۰مې سهار نښتې په اړه په تورخم کې يوه پاکستاني چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه يې نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د افغانستان له غاړې پر دوی ډزې شوې دي. خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دې ويلي.

پر ټولنيزو رسنيو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې ډزې اورېدول کېږي خو دا نه معلومېږي چې څوک يې کوي. په يوه ويډيو کې ښکاري چې په بازار کې خلک منډه وهې. البته مشال راډيو د دې ويډيوګانو د کره والي تصديق نه شي کولی.

غنچه ګل وويل چې د نښتې درېدو وروسته د پاکستان او طالبانو ترمینځ په سفارتي کچه د ستونزې د حل لپاره تماسونه نيول شوي او د ده په وينا، ښايي دوی يو حل ته ورسېږي. خو د تورخم دروازې تړل کېدو وروسته دواړو غاړو ته په سلګونو کسان او ګاډي ولاړ دي.

د تورخم يو مدني فعال فرمان الله شنواري مشال راډيو ته وويل چې د لارې تړل کېدو له کبله د دواړو غاړو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شوي دي. هغه زیاته کړه:"د لارې تړل کېدو له وجې مزدوران او سپارلۍ موټران اغېزمن شوي دي. د ولاړو لاريو قطار ان تر جمروده رسېدلي دی. "

فرمان الله وويل چې په خلکو کې ويره ترهره خوره شوې ده او دوی غواړې چې دلته امن او کار او روزګار وي او په سيمه کې جنګونه نه غواړي.

بل لورې ته د افغانستان ننګرهار له دوربابا ولسوالۍ څخه هم رارسېدلې خبرونه وايي، هلته تېره شپه (فبرورۍ ۱۹مه) د پاکستانیو ځواکونو او افغان طالبانو ترمينځ نښته شوې چې پکې د لغمان ولایت د اليشنګ ولسوالۍ یو طالب وژل شوی چې کورنۍ يې د جنازې خبر پر فېسبوک خپور کړی دی.

تراوسه د دوربابا او د تورخم د نښتې په اړه دواړو لوریو په رسمي توګه څه نه دې ویلي.

که څه هم په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته د اسلام اباد او طالبانو حکومت اړيکې نسبتاً ښه شوې دي، خو د دواړو غاړو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه وخت نا وخته نښتې کېږي چې له کبله يې د تورخم، چمن او خرلڅیو پر لارو تګ راتګ اغېزمن شوی دی او په وروستیو کې خو د چمن او خرلڅیو لاره تر یوشمېر ورځو پورې تړلې وه.

دواړو غاړو په وار وار د دې ستونزو پر حل خبرې هم کړې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو مملکتي یا ریاستي وزیرې حنا رباني کر د نومبر پر ۲۹مه افغانستان ته يو ورځنۍ سفر کړی وو چې پکې يې له طالب مشرانو سره د نورو مسلو ترڅنګ پر لارو د تګ راتګ ستونزو هم څېړله وه.

د دې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ټيټ رتبه چارواکيو هم وخت نه وخته پر ورپېښو ستونزو خبرې کړې دي. د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه هم د پاکستان چارواکيو پر تورخم د سوداګرۍ اسانولو او زیاتولو لپاره یې د طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

د تورخم کسټم ډپټي کليکټر یاور حیات د ډیسمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي ول چې دواړو خواوې پر دې سلا شوي چې د ګاډو او مالونو د څار عمل به تېزوي او ټریفیکي ستونزې به هواروي.

هغه زیاته کړې وه: "موږ د ورځې ۴۰۰ ګاډي کليير کوو. طالب چارواکو سره مو یو شمیر غونډې وکړي او له دوی مو وغوښتل چې زمونږ د ګاډي دې لږ زر اخلي او د پولې هغې غاړې ته دې په ګمرک کې د کلیرینس عمل تیز کړي. دوی موږ سره ژمنې وکړې چې همداسې به کوي."

XS
SM
MD
LG