د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا راجګال کډوالو ستنولو دويمه مرحله په مارچ کې پيليږي


د تيرا راجګال سیمې خلک - انځور له ارشیفه
د تيرا راجګال سیمې خلک - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم اداره وايي د خیبر ضلعې د تیرا راجګال کډوالو د ستنولو دويم پړاو به په مارچ کې پیل شي.

د دې ادارې ویاند احسان داوړ د فرورۍ پر دولسمه مشال رېډ‌یو ته وویل چې د راجګال د بې کوره شويو د ستنولو لړۍ به له مارچ څخه تر اکتوبر دوام وکړي. هغه زیاته کړه: "خوا وشا پینځلس زره او اووه سوه (۱۵۷۰۰) کورنۍ به لیږو او مرسته به ورسره کوو."

احسان دواوړ وویل چې تېره اونۍ یې د پي ډي اېم اې په دفتر کې د نړيوالو مرستندویه ادارو سره يوه غونډه درلوده چې هغوی پکې کډوالو سره د مرستو ډاډ ورکړ. د داوړ په خبره په دې غونډه کې د پاکستان اړونده ادارو چارواکو هم ګډو کړی وو.

د خیبر له تيرا راجګال څخه په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي عملياتو په وخت څه باندې شل زره کورنۍ جمرود ته کډه شوې وې. ځينې یې په کرايي کورونو او ځينې یې د خپلوانو په کورونو کې مېشته وو. د پي ډي اېم اې تر مخه، خوا اوشا ۵۰۰۰ کورنۍ د بیابحالۍ په لومړي پړوا کې خپلو سیمو ته ستنې شوې وې.

د هغه ځای خلک وايي چې که حکومت پاتې خلک خپلو سیمو ته استوي نو لومړی دې یقيني کړي چې بیرته تلونکو خلکو ته د ژوند اسانتياوې برابرې وي.

د تیرا راجګال کډوالو یو مشر فیض الله جان کوکي خیل د فرورۍ پر ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل: "د تیرو جګړو په وخت راجګال کې د ژوند بینادي اډاڼه ختمه شوې. پکار ده حکومت هلته تلونکو کډوالو ته سهولتونه ورکړي. سرکونه او هسپتالونه وران دي. حکومت دې د مارچ له مياشتې مخکې د خېمو، خوراک، پاکو اوبو او روغتيايي سهولتونو بندوبست وکړي."

تیرا راجګال د خیبر له جمرود بازاره په خوا وشا سل کلومیټره فاصله کې پرته غرنۍ سیمه ده. دلته کوکي خېل قام ژوند کوي. د راجګال د غره يوه برخه د افغانستان ننګرهار ولایت سره او نورې برخې یې تیرا میدان، اورکزو او اوکورمې سره لګیدلي دي.

XS
SM
MD
LG