د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو سازمان د تېرا په وضع اندېښنه ښودلې



غلام غوث مشال راډيو

پېښور:- د پاكستان د انساني حقونو كميشن په خيبر اېجنسۍ تيرا کې د وسلوالو ډلو تر مينځ د جنګ له وجې د ځايي ولس په بېكوره کېدو سخت غبرګون ښودلی دی. او په دې لړ کې انساني حقونو كميشنپاکستان بېګا ماښام په یوه خبره پاڼه کې له حكومته غوښتنه كړېده چې په سيمه کې دې د ولسي وګړو د حفاظت لپاره ګامونه پورته كړي-


د خيبر اېجنسۍ د تيرا د صورتحال په اړه د پاكستان د بشري حقونو د كميشن ددي تازه غبرګون په باب د دغه ياد سازمان د خېبر پښتونخوا مشر شېر محمد خان مشال ريډيو ته وويل:

((په دې باندې زموږ دا ردعمل دی چې دا تر ډيره د حكومت او پوځي قيادت د ناكامۍ غټه نښه ده، په دومره لويه سيمه کې د ګڼو خلکو حفاظت يې ونه كړو او هغوی په خپلو كورونو او وطن کې بېكوره شو، او هغوی په دومره لوی شمېر کې له خپلو کورونو کډه کولو ته اړوېسستل شول، موږ له حكومته غوښتنه كوو چې په كار ده حكومت خپل فرض تر سره كړي او كوم خلك چې حكومتي عملداري نه مني د هغوی علاج دې وكړي))

تر دې دمه د آفتونو د نظم لپاره كاركوونكو ادارو لا كره حساب نه دی لګولی چې له تيرا څومره خلك بېكوره شوي دي خو د پاكستان د بشري حقونو د كميشن د پښتونخوا د څانګي مشر شير محمد خان وايي، له تيرا تر پنځوسو زرو نه د يو لاك په مينځ کې خلك بېكوره شويدي:

((د بېكوره شويو خلكو د كره شمېرې پته ځکه نه لګېږي، چې هلته د حكومت رسايي نه شته. خو زما په خيال تر پنځوسو نه يو لاك په مينځ کې خلك بېكوره شويدي))

په تيرا کې د روانو نښتو او هلته د وسله والو ډلو په باب د دفاعي چارو د كارپوه ريټایېرډ بريګيډيېر محمود شاه وايي:

((تيرا له سلو واخلې تر دوه سوه ميله لويه دره ده، د باړي سر ته لشكر اسلام دی، او په مينځ کې دا ځای خالي وو او هغې ته د دره آدم خيل طالبان ننوتي دي، اوهغه سر ته د انصار الاسلام ډله ده چې په سره خاوره وغيره علاقو کې دي، انصار الاسلام يو پير پرست ډله ده او لشكر اسلام ديوبنديان دي))

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د خيبر اېجنسۍ د باړې په زرګونو خلك د خرابې امنيتي وضع له وجې بېكوره شول او اوس له تيرا هم په زرګونو خلكو كډې وكړي، چې له وجې یې د خيبر اېجنسۍ ولس د سيمې د امنيت په اړه انديښمن دي.
XS
SM
MD
LG