د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا ته ستانه شوي کډوال وايي کلی یې د ورانۍ تصویر وړاندې کوي


بې کوره شوي قبایل
بې کوره شوي قبایل
د روانې میاشتي په اوومه نيټه د قبایلي سیمو د قدرتي آفتونو سره د مبارزې ادارې د تيرا نه د بې کوره شویو کډوالو خپلو سیمو ته د ستنولو اعلان وکړ. د ستنولو پرمهال حکومت دغو خلکو سره د مرستو د کولو اعلان هم کړی و ، خو دغه کډوال وايي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي. ددغو کډوالو په منځ کې شا جهان هم دی چې وايي :

(( حکومت موږ سره لوظ کړی و چې موږ ته به پنځه ویشت زره روپۍ راکوي، خو نه هغه پنځه ویشت زره روپۍ شته ، نه یې هغه سهولیات شته ))

تیر کال چې په تیرا کې پاکستاني طالبانو برید وکړ نو څه نا څه ۴۷ زره کسان کډه کولو ته مجبوره شول. په دغو کې یوه کډه د عبدالواحد هم وه. عبدالواحد چې اوس یو کال وروسته بیرته خپلې سیمې ته ستون شوی نو د خپلو سترګو لیدلی حال یې له مشال راډیو سره شریک کړ.

(( زموږ سیمه له پیژندګلو وتلې، طالبانو دیارلس زره کورونه سوځولي دي. ټولې لارې ورکې وې، کورونه وران وو. په خوب کې مو هم نه وه لیدلې چې زموږ کلی به د ورانۍ داسې تصویر هم وړاندې کوي. ))

د خیبر ایجنسۍ مرستیال پو لیټیکل ایجنټ غلام حبیب دا مني چې په تیرا کې د طالبانو له بریدونو وروسته بده ورځ راغلې وه او د عبدالواحد خبرې سهي دي، خو دی وايي حکومت د خلکو سره مرستې هم کړي دي.

(( دغو ستیدونکو خلکو ته د لارې خرڅ ورکوو. تر شپږو میاشتو پورې مو د خوراکي موادو د ورکولو بندوبست ورته کړی دی. طبي سهولتونه م ورته برابر کړي دي. دوی ته تیار خوراکونه هم ورکوو.

د یوې شمیرې ترمخه نږدې یو میلیونه قبایل د جنګونو له امله اړ شوي چې خپلې سیمې پریږدي او په نورو سیمو کې واړوي.
XS
SM
MD
LG