د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پر امنیتي پوسته برید کې ۵ تنه ژوبل شوي دي


په کوټه کې یوشمېر پولیس سرتېري تر چاودنې وروسته د پېښې له ځای سره ولاړ دي - پخوانی انځور.
په کوټه کې یوشمېر پولیس سرتېري تر چاودنې وروسته د پېښې له ځای سره ولاړ دي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ملېشه ځواک پر موسا امنیتي پوسته په برید کې پینځه تنه ټپي شوي دي.

حکومتي او امنیتي چارواکو لا په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

د برید څرنګوالی په پوره توګه لا نه دی روښانه شوی خو تحریک طالبان پاکستان یې ذمه واري منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کوټې په بګټي کرکټ لوبغالي کې د پېښور زلمي او کوټه ګلیډیېټرز ترمینځ د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) نمایشي لوبه هم روانه ده.

د کوټې بګټي لوبغالی له موسا امنیتي پوستې لیرې پروت دی. د پي اېس اېل د نمایشي سیالۍ د امنیت لپاره شاوخوا ۳،۰۰۰ پولیس ځای پر ځای شوي دي.

ټاکل شوې چې د پي اېس اېل د اتم پړاو سیالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پیل شي چې د مارچ تر ۱۹مې به روانې وي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د ۲۰۲۲ز کال د اتلولۍ په پایلوبه کې لاهور قلندرز، ملتان سلطانز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د پي اېس اېل د اتم پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG