د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې هوايي ډګر يو امنيتي ساتونکی وژل شوی


د بلوچستان په مرکز کوټه کې تر دې وړاندې هم وسلوالو پر پوليسو او نورو امنيتي سرتېرو بريدونه کړي دي ــ انځور له ارشيفه
د بلوچستان په مرکز کوټه کې تر دې وړاندې هم وسلوالو پر پوليسو او نورو امنيتي سرتېرو بريدونه کړي دي ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان په مرکز کوټه کې وسلوالو د هغه ښار د هوایي ډګر یو امنیتي ساتونکی وژلی دی.

د پوليسو په وينا، د جنورۍ پر ۲۶مه پر سمنګلي سړک باندې ناڅرګنده وسلوالو د کوټې هوايي ډګر پر يوه ساتونکي مجاهد علي راشد باندې ډزې وکړې چې له امله یې هغه سخت ژوبل شو او وروسته يې روغتون ته پر لارې ساه ورکړه.

پوليس زياتوي، پر مجاهد علي راشد هغه مهال بريد وشو چې نوموړی د ډیوټي لپاره د هوايي ډګر پر لور روان وو.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر میرضیا لانګو د جنورۍ پر ۲۶مه په يو بيان کې له پولیسو او امنیتي ادارو څخه د پېښې په اړه راپور غوښتی دی او د ککړو کسانو د نيولو امر يې ورته کړی دی.

ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان د دې بريد مسوليت منلی دی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو تر اعلان وروسته پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG