د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې وسلوالو بريدونو کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي، دوه ژوبل


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په بلوچستان کې په دوو وسله والو بريدونو کې يو پوليس او يو لېوي چارواکی وژل شوي او دوه پوليسان ژوبل دي.

پرون (د جنورۍ په ۲۷مه) قلات ښار ته څېرمه د ملغزې په سیمه کې د مرستیال اېس اېچ او نذیر احمد عمراني په مشرۍ پولیسو ګشت کولو چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې چې په کې د نذیر احمد په ګډون څلور پوليسان سخت ژوبل شول خو وروسته روغتون ته پر لاره یو سپاهي ساه ورکړه.

بلخوا هم پرون (د جنورۍ په ۲۷مه) د بولان ضلعې په بالا ناړۍ سیمه کې وسله والو په لېوي چېک پوسته بريد کې د خالد حسین په نوم لېوي چارواکی ووژلو.

د يادو دواړو پېښو زمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

بلخوا د بلوچستان اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو او د بلوچستان د کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو په جلا جلا بیانونو کې ویلي دي چې په يادو پېښو کې د تورونو کسانو د نیولو لپاره يې ګامونه پورته کړي دي.

د یادونې وړ ده چي د جنورۍ په ۲۶مه هم وسله والو د کوټې د هوايی ډګر یو امنیتي ساتونکی په ډزو وژلی وو چې وروسته یې تحریک طالبان پاکستان زمه واري منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG