د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت پر ويکيپېډيا بندیز ليرې کړ


يوه زده کوونکې د ويکيپېډيا پاڼه ګوري - انځور له ارشيفه
يوه زده کوونکې د ويکيپېډيا پاڼه ګوري - انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت د معلوماتو نړيواله ويبپاڼه، ويکيپېډيا له دريوو ورځو تر بندیز وروسته، بیا پرانیستله.

د انټرنيټ ازادۍ مدافع او ټکنالوژي پوه، اسامه خلجي د فرورۍ پر اوومه پر ټويټر ليکلي چې اوس خلک کولی شي دغه پاڼه په پاکستان کې پرانیزي. هغه زیاته کړې چې قوانين د داسې بندیزونو اجازه نه ورکوي نو ځکهبايد بیا انټرنيټي پاڼې بندې نه شي.

د پاکستان ټېليکمیونیکېشن اتارټي (پي ټي اې) د فرورۍ پر درېيمه په دغه هېواد کې ويکيپېډيا تړلې وه. د دغې ادارې ویاند خرم مهران د فرورۍ پر څلورمه مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې دا اقدام یې پر هغه انټرنېټي پاڼې د مذهب سپکاوي د موادو تر خپرېدو وروسته کړی دی. د حکومت دا اقدام پر ټولنیزو شبکو د فعالانو او پوهانو غبرګونونه پارولي ول او د ويکيپېډيا د بيا پرانيستلو غوښتنه يې کوله.

پر ټولنیزو رسنيوو تر ډيرو شکايتونو او نيوکو وروسته، د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د فرورۍ پر شپږمه، په هغه هېواد کې د ويکيپېډيا د سمدستي بحالولو امر وکړ. د وزيراعظم د دفتر لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي وو چې نوموړي دا امر په دې اړه د وزيرانو د يوې جوړې شوې ځانګړې کمېټۍ لخوا تر سپارښتنو وروسته په غونډه کې وکړ.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې وزيراعظم د انفارمېشن ټېکنالوژۍ او مخابراتو د وفاقي وزير امين الحق په مشرۍ د پينځو وزيرانو يوه کمېټۍ هم جوړه کړه چې د ويکيپېډيا په ګډون به د انټرنېټي پاڼو پر چارو نظر ساتي او له پوهانو به مشورې اخلي.

ویکيمېډیا بنسټ چې د ويکپېډيا پاڼه چلوي، د فرورۍ پر څلورمه په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې وه چې بندیز دې ليرې کړي. د بنسټ په بیان کې زیاته شوې وه چې پر ويبپاڼه یې د لیکنو خپرېدو فیصله هغه بنسټ نه کوي بلکې دا کار د بېلابېلو لیکوالانو دی. په بیان کې البته راغلي دي چې هغه پاڼه داسې جوړه شوې چې پکې دا باوري کېږي چې خلک غوره او بې پرې یا بې طرفه معلومات خپاره کړي.

ویکیپېډیا یو داسې انټرنېټي پوهنغونډ دی چې پکې هر کس خپل اکاونټ یا حساب پرانیستی شي او پکې لیکنې کولای او مطالب بدلولای شي. خو هر کس چې دا کار کوي او نوې لیکنه کوي یا یوې لیکنې ته نوي معلومات وراضافه کوي نو د باوري سرچینو لکه مقالو، کتابونو او رسنیو حوالې به ورکوي.

XS
SM
MD
LG